طالبانو په هرات او نیمروز ولایتونو کې شپږ کسان د نامشروع اړیکو په تور نیولي

طالبانو په هرات او نیمروز ولایتونو کې شپږ کسان د نامشروع اړیکو په تور نیولي
Image: RM Media

طالب چارواکي وایې چې په هرات او نیمروز ولایتونو کې یې شپږ کسان د نامشروع اړیکو لرلو په تور نیولي دي.

د طالبانو د امربالمعرف وزارت خبر ورکړی چې یاد کسان یې د تېرو درېیو ورځو پرمهال د امربالمعروف محتسبینو لخوا نیول شوي دي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې په نیول شویو کسانو کې څلور په هرات او دوه نور په نيمروز کې نيول شوي دي.

له دې وړاندې هم یاد وزارت په کابل او ځېنې نورو ولایتونو کې د نامشروع اړیکو لرلو په تور د ګڼ شمیر کسانو د نیول کیدو خبر ورکړی و.

په دې وروستیو کې د هیواد په پېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو له لخوا په یوه او بله بهانه د عامو خلکو نیول کیدل زیات شوي، چې دې حالت هیوادوال اندېښمن کړي دي.