پخواني سرتیري هیواد ته له راستنیدو وروسته له ګواښونو او نیولو سره مخ دي

له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو په ډله کې د تېر جمهوري حکومت یو شمېر نظامیان هم شامل دي، چې په دې وروستیو کې له ایران او پاکستان څخه په زور افغانستان ته شړل شوي دي.
جهانزیب (مستعار نوم) یو پخواني سرتیری دی چې تازه له ایران څخه هیواد له خپلې څلور کسېزې کورنۍ سره راستون شوی. هغه وايي، د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته د خپل ځان خوندیتوب لپاره ایران ته کډوال شوی و او نږدې څلور کلونه یې هلته تېر کړي دي.
دی زیاتوي چې له ایرانه د جبري ایستلو بهیر له پیل وروسته د ډېرو پخوانیو پوځيانو هویتونه افشا شوې دي او د ده په ګډون د تازه شړل شویو ملګرو ژوند یې له جدي ګواښ سره مخ دی.
هغه وایې: «د ملي سرتیری وم کلونه مې په کندهار، هلمند او هرات ولایت کې دنده ترسره کړې، خو کله چې حکومت سقوط شو زه د اسلام کلا له لارې ایران ته لاړم؛ غوښتل مې له خپلې کورنۍ سره جرمني ته لاړ شم خو تراوسه بریالی نشوم او اخیر ایراني پولیسو بیرته هیواد ته را وشړلم اوس مې ژوند له ګواښ سره مخ دی ځان خوندي نه احساسوم اقتصادي ستونزې، وېره او بې روزګاري مې ځوروي.»
نوموړی وايي هیواد ته له راستنېدو وروسته د بېوزلۍ او بې برخلیکه حالت سربېره د نیول کېدو له وېرې اړ شوي چې یو ډول په «کورني بند» کې پاتې شي او په ناهیلۍ، بېکارۍ او بېوزلۍ سره ژوند وکړي.
د هغه په خبره ناڅرګند برخلیک، بېوزلۍ، بېکارۍ، د رواني فشارونو او د نیول کېدو وېرې ترې لودن ورک کړی او له سختو شرایطو سره لاس او ګریوان دي.
هغه وایې: «د طالبانو له وېرې له کوره په ډاډه زړه بازار ته نشم تللی ځکه زما یو ملګری چې له ایران راستون شوی و، طالبانو له مقاومت جبهې سره د اړیکو په تور نیولی له یوې خوا اقتصادي ستونزې او له بلې خوا په وېره کې ژوند په رواني ناروغۍ اخته کړی یم.»
نصیب الله (مستعار نوم) یو بل پخوانی سرتیری دی چې کلونه یې د هیواد په بېلابېلو برخو کې د طالبانو پر ضد عملیاتو کې برخه اخېستې دی، هغه هم تازه له خپلې اوو کسېزې کورنۍ سره د تورخم له لارې له پاکستان راستون شوی دی.
هغه زیاتوي چې بېوزلي او د نیول کېدو د وېرې له کبله په بازار کې په ډاډه زړه کار نه شي کولای او د همدې تشویشونو له امله پر یو ډول رواني ناروغۍ اخته شوی.
هغه وایې: «کلونه مې د هیواد د دفاع لپاره خدمت کړی خو اوس دا هر څه په نشت حساب دی، له کله چې له پاکستان هیواد ته راستون شوی یم اقتصادي ستونزې زیاتې او هیڅ د ځان د خوندیتوب احساس نه کوم ځکه زیات پخواني نظامیان چې زمونږ ملګري و، په دې وروستیو کې په یوه بله بهانه وژل شوي.»
دغه پخوانی سرتیری اوسمهال د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار په یوه څنډه کې په کرایي کور کې اوسیږي او په خبره یې ژوند یې ورځ تربلې مخ په ستختېدو دی.
هغه وایې: «خپل کور نه لرم نو ځکه په کرایي کور کې اوسیږم څه سرمایه مې چې درلودله هغه په ختمېدو ده، اولادونه مې له زده کړو پاتې شوي، که دلته راته د کار زمینه برابره نشي او یا مې ژوند خوندي نشم نو مجبوره یم چې بیا پاکستان یا ایران ته کډوال شم ځکه بله لاره نه لرم.»
بلخوا څه موده وړاندې ملګرو ملتونو هم وړندې اندېښنه ښودلې وه، چې له پاکستان او ایران څخه په جبري توګه اېستل شوي کډوال، په ځانکړې توګه پخواني افغان نظامیان، ښځې، خبریالان او فعالان له جدي بشري سرغړونو سره مخ دي.
ملګرو زیاته کړې وه چې طالبانو له پاکستان او ایران څخه راستانه شوي کډوال په ځانګړي ډول ښځې، نجونې، پخواني نظامیان، د رسنیو کارکوونکي او مدني فعالان د ځورونې تر ټولو ستر هدف ګرځېدلي شکنجه کړي او زنداني کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له ایران او پاکستان څخه د کډوالو جبري ایستلو بهیر له شدت سره په افغانستان کې د ځينو پخوانیو پوځیانو په نښه کېدو، نیول کېدو، وژل کېدو او ورکېدو پېښې هم زیاتې شوې دي.