ناپيژنده وسله والو په جوزجان او ننګرهار کې دوه کسان وژلي

ناپيژنده وسله والو په جوزجان او ننګرهار کې دوه کسان وژلي
Photo: 8am

په ننګرهار او جوزجان ولایتونو کې ځایي سرچینې وایې، چې په دغه ولایتونو کې د ناپيژنده وسله والو له لوري په دوو جلا پېښو کې دوه کسان وژل شوي دي.

لوموړۍ پېښه په جوزجان ولایت په«اقچه»ولسوالۍ کې رامنځته شوې چې پرمهال یې ناپيژنده وسله والو یو قومي مشر په ډزو وژلی دی.

د جوزجان دامنيه قوماندانۍ لپاره طالبانو وياند عبدالستار حليمي په وینا، دا قومي مشر حمیدالله نومیده او د خپل کور مخې ته د ناڅرګندو وسله‌والو له خوا وژل شوى دى

د نوموړي په وینا وژل شوي قومي مشر د خانقا ولسوالۍ د «قلیچ‌اباد» کلي مشري کوله.

د یو بل خبر له مخې د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې ناپيژنده وسله والو د شهزاد په نامه یو ډاکتر په ډزو وژلی دی.

سرچینه زیاتوي وژل شوی ډاکتر په اصل د روداتو ولسوالۍ د مزینې سیمې اوسیدونکی و او د طب په برخه کې یې زده کړې وې.

که څه هم تراوسه د وژل شوي ډاکتر د وژل کېدو لامل څرګند نه دی خو د کورنۍ غړي یې وایې، چې نوموړی د طالبانو امنیتي پوستې ته څیرمه وژل شوی دی.

تراوسه د یادو پېښو مسوولیت چا نه دی منلی.

له دې څه موده وړاندې د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې هم ناپيژنده وسله والو یو ډاکتر وژلی و.

په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې دا ډول هدفي وژنې زیاتې شوي چې عام خلک یې اندېښمن کړي دي.