په افغانستان د رسنیو پر وضعیت د بشر حقونو د څار سازمان اندېښنه
د بشري حقونو د څار سازمان د طالبانو له لوري پر رسنیو د وضعه شویو محدودیتونو په غبرګون کې ویلي چې، طالبان په مستقیم ډول په دغه هیواد کې د رسنیو له لارې خپریدونکی هر ډول انتقادي محتوا درلودونکو مواد سانسور کوي.
یاد سازمان د یو راپور په خپرولو سره ویلي چې، طالبانو دغه راز د خپلې واکمنۍ پر مهال خبریالان نیولي او زیاتره یې شکنجه کړي او پر رسنیو د دوی له لوري وضعه شوي محدودیتونه ورځ تربلې مخ په زیاتیدو دي.
په راپور کې راغلي چې په دغه هیواد کې د کورنیو رسنیو له لارې ټول خپریدونکي خبري مواد سانسور کیږي او بیا وروسته ورته د خپریدو اجازه ورکول کیږي.
دغه سازمان په افغانستان کې د رسنیو اوسنی وضعیت خواشینونکی بللی او پر دوی یې د وضعه شویو محدودیتونو د لرې کیدو غوښتنه کړې ده.
له دې څو ورځې وړاندې په افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولۍ(یوناما)هم په دغه هیواد کې د رسنیو پر وضعیت اندېښنه ښودلې وه.
یوناما ویلي و، چې د طالبانو په تېره درې کلنه واکمنۍ کې له ۳۳۶ ښځینه او نارینه خبریالانو او د رسنیو له کارکوونکو سره د بشري حقونو د نقض موارد مستند کړي، چې په دې کې د خپلسرو نیونو او توقیفونو ۲۵۶، د شکنجې او ناوړه چلند ۱۳۰ او د ګواښونو او وېرونو ۷۵ موارد شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې تراوسه په افغانستان د طالبانو حکومت د رسنیو قانون نه دی تصویب کړی چې له کبله یې رسنوال له نامالوم برخلیک سره مخ دي.