طالبانو ښځینه روغتیایې کارکوونکې له محدوده اجازه سره لیږلي

په کونړ کې یو شمېر ښځینه ډاکترانو (آر.ام میډیا) ته ویلي، چې طالبانو سره له اوږدو ناندریو وروسته دې هوکړې ته رسېدلې، چې د د دغه ولایت زلزله ځپلو سیمو ته د ځېنو شرطونو پر اساس سفر وکړي او هلته د ټپيانو شویو ښځو او ماشومانو درملنه وکړي.
سرچینې زیاته کړې که څه هم طالب مسوولانو یې زلزله ځپلو سیمو ته د ورتګ پر مخنیوي ټينګار کاوه خو په روغتونونو او زیانمنو شویو سیمو کې د ښځینه ډاکترانو کمښت او پر ځایي طالب مسوولانو د خلکو له فشار وروسته د ورتګ اجازه ورکړل شوې ده.
یوه ښځينه ډاکتره وایې: «طالبانو مونږ ته په دې شرط زلزله ځپلو سیمو ته د ورتګ اجازه راکړې، چې له محرم پرته به ښځینه ډاکترانې هلته نه ځي او دغه راز حجاب باید مراعات کړي، په کمره به عکسونه نه اخلي.»
د سرچینې په وینا د کونړ په مرګونې زلزله کې تر ډېره ښځې او ماشومان اغېزمن شوي او ځېنو مېرمنو یې پر وخت روغتیایي خدماتو ته د نه لاسرسي له امله ژوند بایللی او د ګڼ شمېر نورو یې لا تراوسه درملنه نه وه شوې.
هغې زیاته کړې په ځپل شویو سیمو کې تر ډېره خلک خېمو او سرپنا ته اړتیا لري، ځکه کورونه یې د زلزلې پرمهال ویجاړ شوي او تر شنه اسمان لاندې شپې او ورځې سبا کوي.
هغه وایې: «کله چې مونږ زلزله ځپلو سیمو ته ورسېدو د خلکو له لوري مو تود هرکلی وشو او هلته ښځې هم خوشاله وې، ځکه ددې سیمې خلک د کلتوري محدودیتونو له امله په اسانۍ ښځې نارینه ډاکترانو ته نه بیایې او همدا لامل دی چې زیاتره مېرمنې مړې شوې وې.»
په همدې حال افغانستان کې د سرې میاشتې ټولنې هم تایید کړې، چې د کونړ زلزله ځپلو سیمو ته یې د نارینه ډکترانو سره سره ښځینه روغتیایي کارکوونکې هم لېږلي دي.
له دې څو ورځې وړاندې طالبانو د کونړ زلزله ځپلو سیمو ته د ښځینه ډاکترانو په ورتګ بندېز لګولی و او ورته ګواښ شوی چې په کور کېښنې.
د روغتیایې مسوولانو د مالوماتو له مخې په کونړ کې د مرګونې زلزلې له امله ۱۵۰۰ کسان مړه او له ۳۱۰۰ ډېر ټپیان شوي، چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي.