طالبانو په لغمان کې د ښځو له خوا د ځيرک مبایلونو په کارولو بندیز لګولی

طالبانو پر افغان ښځو له زده کړو، کار کولو او نورو بنسټېزو حقونو له بندېزونو وروسته په لغمان ولایت کې د ښځو لخوا بازار ته د ځېرک موبایلونو په وړلو او ګرځولو بندېز لګولی دی.
یوې سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط ویلي، چې دا بندېز له تېرو دوو اوونیو راهېسې د طالبانو د امربالمعروف ادارې له لوري د تطبیق په حال دی او په همدې موخه په ښار او بازار کې د ښځو او نجونو د ځیرک مبایلونو د پلټلو بهیر پیل شوی دی.
سرچینې زیاته کړې چې د جمعې د لمانځه پرمهال د امربالمعروف محتسبینو په ټینګار سره ویلي، چې خپلې ښځې دې بازار ته له ځان سره ځیرک مبایل رانه وړي او د ښځو له خوا د کېمرې لرونکو مبایلونو په کارولو بندیز لګېدلی دی.
سرچینې ویلي د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو د مبایلونو د پلټلو بهیر ډېری ښځې او نجونې اندېښمنې کړي او دې کار یې په روح او روان منفي اغېزې کړي.
د سرچینې په وینا په همدې موخه چې د لغمان په مرکز مهترلام ښار کې په دې وروستیو کې د طالبانو د امربالمعروف محستبینو له لوري ګزمې او پر عامو خلک څار زیات شوی.
یوې بلې سرچینې هم تایید کړې چې په دغه ولایت کې نه یوازې پر ښځو د ځیرک مبایل پر استعمال او ښار ته په راوړلو بندېز لګول شوی، بلکې د امربالمعروف د محتسبنو له لوري د عامو خلکو د ځیرک مبایلونو د پلټلو بهیر هم پیل شوی دی.
سرچینه زیاتوي د طالبانو دا ډول بېځایه بندیزونو پر خلکو د ژوند کړۍ راتنګه کړې او له دوی یې فردي ازادي اخېستې ځکه خلک په یوه او بله بهانه ځورول کیږي.
د سرچینې د مالوماتول له مخې پر ښځو د ځيرک مبایل بندیز او د نارینه وو، د مبایلونو پلټولو دا لړۍ په دې وروستیو کې جدي شوې او ورځ تر بلې د طالبانو له زیاتېدونکو محدودیتونو سره مخ کېږي او آن زیاتره خلک د طالبانو له وېرې خپل ځیرک مبایلونه هم له کوره بهر له ځان سره نه شي ګرځولی.
د سرچېڼې په وینا، د امر بالمعروف ریاست غړو یو شمېر هغه ځوانان وهلي ډبولي هم دي، چې د خپلو شخصي ځيرک مبایلونو د پلټنې اجازه یې نه ده ورکړې. ویل کیږي چې د لغمان له مرکز سربېره د ولسوالیو په بارازونو کې هم دا بهیر پیل شوی، چې عام خلک یې اندېښمن کړي دي.
له هغه راهیسې چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه بېرته پر افغانستان واکمن شوي، لسګونه فرمانونه یې د ښځو د محدودیتونو په اړه صادر کړي، چې له مخې یې افغان ښځې او نجونې له بنسټېزو حقونو بې برخې شوې دي.