د تورخم لارې تړل کېدو؛ سرطاني ناروغان له درملنې محروم کړي
هره ورځ د محمد هاشم لپاره یوه نوې اندېښنه ده. مېرمن یې د سینې په سرطان اخته ده او اوس درې میاشتې کېږي چې د تورخم د لارې د تړل کېدو له امله نه شي کولای پاکستان ته ولاړ شي او خپل درمل ترلاسه کړي یا ډاکټر ته مراجعه وکړي.
محمد هاشم وایي: «زه درې اولادونه لرم او مېرمن مې هر څلور میاشتو کې باید پاکستان ته ولاړه شي، نوي درمل واخلي او د ډاکټر معاینه ترسره کړي. اوس درمل ختم شوي او روغتیایي وضعیت یې ورځ تربلې خرابېږي، ځکه دلته د سرطان درملنه او درمل نشته.»
هغه زیاتوي، د لارو تړل او د ویزو نه ورکول د سلګونو سرطاني ناروغانو ژوند له خطر سره مخ کړی، او ګڼو ناروغانو د درملنې په نشتوالي کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
محمد هاشم وایي: «خلک توان نه لري چې د ناروغانو لپاره پاکستان ته د رسولو لپاره د الوتکې ټکټ واخلي، تورخم تړلی دی او د الوتکې بیه له ۳۵۰ ډالرو پورته شوې ده او هره ورځ لوړېږي.»
سیدولي، د ننگرهار اوسېدونکی، پلار یې د سرطان په ناروغۍ اخته و. د تورخم د لارې د تړل کېدو او په وخت د ډاکټر سره د نه رسېدو له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړ. هغه وایي چې د لارې تړل کېدو او د ناروغانو په تم پاتې کېدو له امله د درې میاشتې درملنې ویزو بیه اوس له ۱۵۰۰ ډالرو څخه زیاته شوې ده.
هغه زیاتوي: «موږ د پلار لپاره پاکستان ته د لیږلو په موخه د الوتکې ټکټ او درملنې ویزه ترلاسه نشوه کړای. دوه میاشتې په تورخم کې انتظار مې وکړ، خو هیڅ نه شو، او پلار مې د ډاکټر ته د نه رسېدو له امله ومړ.»
د هغه په خبره، ډېری سرطاني ناروغان د افغانستان دننه د ځانګړو روغتونونو نشتون له امله د درملنې لپاره پاکستان ته ځي او په منظم ډول د ډاکټرانو د نوبتونو له مخې معاینه کېږي.
سیدولي وایي: «موږ هېڅ توان نه درلودم چې د پلار مې په وخت درملنه ترسره کړې وی. اوس یوازې غوښتنه مې داده چې داسې نور پېښې تکرار نه شي.»
له درې میاشتو څخه زیاتې وخت کېږي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سیاسي اختلافاتو او سرحدي نښتو له امله، د تورخم لار د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې ده. دا وضعیت د افغانستان د سرطاني ناروغانو ژوند په جدي خطر کې اچولی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان په راپور کې ویلي چې هر کال شاوخوا ۲۰ زره کسان په افغانستان کې د بېلابېلو سرطانونو سره مخ کېږي، چې له دې ډلې ۱۵ زره تنه د دې ناروغۍ له امله مري. تر ټولو عام سرطانونه په افغانستان کې د سینې، معدې، مری، شونډو او خولې، رحم او سږو سرطانونه دي.