طالبانو په جوزجان کې د نامشروع اړیکو په تور نیول ښځینه اونارینه یو بل ته په نکاح کړي

د طالبانو تر ولکې لاندې ملي ټلویوېون د یو خبر په خپرولو سره ویلي، چې طالبانو په جوزجان ولایت کې د «نامشروع اړیکو» په تور نیول شوي ۱۷ ښځينه او نارینه زندانیان یو بل ته په نکاح کړي او وروسته یې له زندان خوشي کړي دي.
سرچینې زیاته کړې چې یاده کړنه یې د زندانیانو د کورنیو په غوښتنه او د سترې محکمې د امر له مخې کړې، چې له مخې د نامشروع اړېکو لرلو په تور نیول شوي نارینه او ښځینه یو بل ته په نکاح شوي.
سرچینه زیاتوي چې دغه زندانیان د نامشروع اړیکو په تور په بېلابېلو وختونو کې نیول شوي او د سترې محکمې د امر له مخې تر سزا تېرولو او نکاح کولو وروسته خوشي شول.
د ګارډین ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، د طالبانو د خپلې تېرې څه باندې درې کلنۍ واکمنۍ پرمهال د هیواد په مختلفو ولایتونو کې زر کسان د بېلابېلو جرمونو په تور عام محضر کې مجازات کړي چې نږدې ۲۰۰ یې ښځې دي.
که څه هم د طالبانو دې کړنې په هیواد دننه او بهر توند غبرګونونه راپارولي، خو له دې هر څه سره سره طالبانو دا چاره ګړندۍ ساتلې.