افغان جودو لوبغاړو ایران کې د سپینو زرو او برنزو مډالونه ګټلي

افغان جودو لوبغاړو ایران کې د سپینو زرو او برنزو مډالونه ګټلي
Photo: Judo Federation

د جودو فدراسون مسوولان وایې چې افغان جودو لوبغاړو په ایران کې د سولې او دوستۍ جام سیالیو کې څلور مډالونه ګټلي دي.

د یاد فدراسون څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دغه دا لوبې د ایران په ایلام ښار کې ترسره شوې چې د جودو افغان لوبغاړي سید احمد مصمم د سپینو زرو مډال ۷۳ کیلوګرامه وزن کې، قدرت الله قرباني د برنزو مډال د ۶۰ کیلوګرام وزن کې، محمد تاجیک د برنز مډال د منفي ۱۰۰ کیلوګرام وزن کې، محمد حسین کاظمي برنزمډال وزن مثبت ۱۰۰کیلوګرامو وزن کې ترلاسه کړي دي.

اعلامیې زیاته کړې په دې سیالیو کې اتو افغان لوبغاړو ګډون کړی وو، چې له ډلې یې څلور تنه د مډال په ګټلو بریالي شول.

د مالوماتو پر اساس دا سیالۍ د ایران، عراق او افغانستان ترمنځ ترسره شوې، چې له ایران او عراقه څلورو لوبډلو په کې برخه په کې اخیستې وه، خو له افغانستان په کې یوازې یوې لوبډلې ګډون کړی وو.

ټاکل شوې د جودو د ځوانانو لوبډله راتلونکې اوونۍ تاشکند ته د سیالیو په موخه سفر وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تازه په افغانستان کې د شطرنج پر لوبه بندیز لګولی او له دې وړاندې د آزادې مبارزې پر سیالۍ هم بشپړ بندیز لګولی او پر یو شمېر نورو یې محدودیتونه وضع کړي دي.