د ډاکتر کېدو هیلې تر د بوټ ګنډلو مجبوري؛ د یو یتیم ماشوم روزګار

د سهار نهه بجې کېدونکي دي د ښار پر سړکونو د لاسي توکو پلورونکي او هټیوال د خپلو توکو پر سمبالولو لګیا دي. یو کم عمره ماشوم چې له نورو مخکې راغلی، د رنګ څو بوتلونه، بُرس او د موچيتوب نور وسایل یې، څنګ په څنګ اېښي او دیوال ته یې، تکیه کړې.
دا ۱۳ کلن بلال احمد دی چې له تېرو درېو کلونو راهیسې د خپلې پنځه کسیزې کورنۍ د اړتیاو برابرولو لپاره هره ورځ دلته راځي څو د خلکو بوټونه رنګ او څو افغانۍ وګټي. هغه هره ورځ سهار اته بجې له خپلو وسایلو سره له کوره راوځي او تر خپل کارځایه د موټر د کرایې نشتون له امله پياده ځي.
داسې ورځې هم شته چې هغه یوازې دوه یا درې جوړه بوټان رنګوي او که بخت یې، ښه وي، د ځینو بوټ ته پینه «پیوند» ورکوي او له ۱۰ – ۴۰ افغانۍ ګټي، خو ډېری وخت وچې شونډې او په نهاره ګېډه تش لاسونه کور ته ستنیږي.
بلال احمد زیاتوي: «زه د کورنۍ یوازینی سرپرست یم پلارمې څلور کلونه کیږي د زړه د حملې له امله وفات شوی، له موچي توب مې بل کسب نه دی زده، هره ورځ دلته دکار لپاره راځم ډېره خو ډېر کله د کار نشتون له امله خالي لاس کور ته روان یم، که موچي توب ونه کړم کورنۍ مې له لوږې مري.»
نوموړی وایي، د اقتصادي ستونزو له امله یې له لس کلنۍ دغه کسب پیل کړی او لا په پنځم ټولګي کې و، چې د زده کړو له نعمته بېبرخې شو. بلال احمد خپلې اوسنۍ اقتصادي ستونزې د بې سوادۍ له امله ګڼي او د هر چا لپاره د علم او زدهکړو ترلاسه کول اړین بولي او وایي، که بخت ورسره یاري وکړه غواړي په راتلوونکې کې تعلیم او تحصیل وکړي او ډاکتر شي او بیا د یوې مړۍ ډوډۍ پسې پر سړکونو ونهګرځي.
بلال احمد زیاته کړه: «که چېرې مو اقتصادي ستونزې نه درلودی نو ما به لوړې زده کړې کړی وی او خپله کورنۍ به مې د زده کړو له لارې سمبال کړی وی، خو که خدای کول او اقتصادي ستونزې مو حل شوې که د عمر په هر حالت کې وم غواړم خپلې زده کړې بشپړې کړم او ډاکتر شم.»
هغه چې په خاورو سپېرې تورې جامې پر ځان وې او تور د سړیو بوټان یې ګڼدل، وویل، دا کسب له پلاره ور پاتې دی. بلال احمد خپل اصلي ځای نه لري او د ښار په یو کرایه کور کې له خپلې کورنۍ سره اوسیږي چې هره میاشت ۱۵۰۰ افغانۍ د کور کرایه او شاوخوا ۳۰۰ افغانۍ د اوبو لپاره لګښت ورکوي.
هغه چې د موچيتوب له درکه ښه ګټه نهلري، دوه میاشتې کېږي چې د کور کرایه یې، نهده ورکړې وايي، د کور خاوند خبرداری ورکړی چې هر څه ژر باید کرایه ورکړي. بلال چې د خبرو پر مهال یې هر خوا سترګې غړولې او په تمه و، که کوم مشتري د بوټ ګڼدلو یا رنګولو لپاره ورته راشي، وویل، چې کورنۍ یې د اقتصادي ستونزو له امله له بېوزلۍ او تنګیسۍ سره مخ ده.
بلال زیاته کړه: «روزګار مې خراب دی، په کرایي کور کې اوسیږم که د کور کرایه ورنه کړم مالک مو له کور باسي، ډېر کله مې کورنۍ د ډوډۍ نشتون له امله په نهاره ویده کیږي هیڅوک راسره مرسته کوي.»
د بلال احمد ناروغه مور زینب او درې خویندې په کور کې په بیه د ګاونډیانو ډوډۍ پخوي.
زینب وایې هیله دا ده چې زوی او لوڼې یې ښوونځي ته لاړ شي، درس ووايي او په راتلونکي وکولای شي د خپلې کورنۍ او ټولنې لپاره ګټور تمام شي. هغې له مرستندويو بنسټونو وغوښتل چې مرسته ورسره وکړي، څو یې لوڼې او په ځانګړې توګه بلال احمد ښوونځي ته ولاړ شي او زدهکړې وکړي.
زینب زیاتوي: «کوم ځای کې چې اوسیږو د څلور کورنو ډوډۍ په تناره پخوم د هرې ډوډۍ په سر راته دوه افغانۍ راکوي چې هره ورځ تر ۶۰ افغانۍ کیږي، د لوڼو او زوی بې سوادي مې ډېره ځوروي که چېرې مرسته راسره وشي نو له یوې خوابه مې زوی درسر ووایي او له بلخوا به مو ستونزې حل شي.»
د دغه بوټ ګنډونکي ماشوم روزګارد هغو زرګونو بې سرپرسته ماشومانو، نه هیریدونکې کیسه ده چې د وزګارتیا او یا د کم عاید له امله د خپلو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو توان نهلري.
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د امریکا د مرستو له بندېدو وروسته په دغه هیواد کې لسګونه نړیوالو موسسو خپل فعالیتونه درولي، بشري مرستې کمې شوي چې له کبله یې زیاتره افغانان له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.