له دندې ګوښه شوې ښوونکې د ګلانو له روزنې د ژوند لاره جوړوي

له دندې ګوښه شوې ښوونکې د ګلانو له روزنې د ژوند لاره جوړوي
Photo: RM Media

نفیسه هر سهار، مخکې له دې چې د مهترلام ښار پر سر لمر بشپړ راوخېژي، د خپل کور ترڅنګ د کوچنۍ شنې خونې دروازه پرانیزي؛ هغه ځای چې اوس د ټولګي پر ځای د هغې د ورځني کار مرکز ګرځېدلی دی. د رنګارنګ ګلدانونو ترمنځ یوه ښځه ولاړه ده چې کلونه یې د لغمان ولایت په یوه ښوونځي کې زده‌کوونکو ته درس ورکاوه، خو اوس د خپلو پنځو اولادونو د ژوند د برابرولو لپاره ګلان روزي.

نفیسه، ۳۵ کلنه، شاوخوا یوولس کاله د سلطان غازي بابا په لېسه کې د ښوونکې په توګه دنده ترسره کړې وه. خو نږدې دوه کاله وړاندې، په هغه بهیر کې چې طالبان یې «تنقیص» بولي، له دندې ګوښه شوه. له هماغې ورځې راهیسې د کور لګښتونو برابرول او خپلو ماشومانو ته د ډوډۍ پیدا کول د هغې د ورځني ژوند یوه لویه اندېښنه ګرځېدلې ده.

دا پخوانۍ ښوونکې چې شاوخوا شپږ کاله وړاندې یې خاوند هم له لاسه ورکړی، وایي له دندې تر ګوښه کېدو وروسته یې د یو څه وخت لپاره نه پوهېده چې څه وکړي.

هغې وویل:

«کله چې له دندې ګوښه شوم، ډېر حیرانه وم. د عاید بله هېڅ سرچینه مې نه درلوده او یوازې په دې فکر کې وم چې د کور مصرف به څنګه پیدا کړم.»

نفیسې خپل کار د کور دننه له څو کوچنیو ګلدانونو پیل کړ. او وایي په لومړیو کې نه د ګلانو د روزنې تجربه ورسره وه او نه یې د دې کار په اړه معلومات لرل. د ځینو خلکو منفي نظرونه او له باغدارۍ سره نابلدتیا د هغې لپاره لوی خنډونه وو، خو تسلیم نه شوه.

هغه وایي د ګلانو د روزنې مهارت یې ورو ورو د یوټیوب له ښوونیزو ویډیوګانو او د تجربه لرونکو کسانو له مشورو زده کړی دی. اوس یې د خپل کور په یوه برخه کې کوچنۍ شنه‌خونه جوړه کړې او لسګونه ډوله ګلان پکې روزي.

نفیسه داسې مهال چې د ګلاب او اطلسي ګلدانونو ته اوبه ورکوي، وایي:

«په شروع کې مې یوازې څو ګلدانونه درلودل، خو وروسته مې کار پراخ کړ او په خپل کلي کې مې کوچنۍ شنه‌خونه جوړه کړه. تر اوسه مې زرګونه د ګلانو بوټي روزلي دي.»

د هغې په خبره، د ګلابو روزنه د نورو ګلانو په پرتله ډېره سخته ده او ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري، خو بازار یې ښه دی. اوس هره میاشت شاوخوا شپږ تر اووه زره افغانۍ عاید لري؛ داسې عاید چې که څه هم ټولې اړتیاوې نه شي پوره کولی، خو د ژوند یوه برخه پرې روانه ده.

هغه وایي:

«له ما سره لسګونه ډوله ګلان شته. سوداګر راځي او ګلان په عمده او پرچون ډول اخلي. ډېری یې د کال له پیله د ګلانو د کرلو فرمایشونه او پروژې راکوي.»

سهار یې معمولاً له نورو خلکو مخکې پیلېږي. لومړی د کور کارونه تنظیموي او وروسته له خپلو دوو لوڼو سره د کور ترڅنګ شنې خونې ته ځي؛ هغه ځای ته چې د ورځې ډېره برخه وخت پکې تېروي.

دا پخوانۍ ښوونکې وایي، هیله لري په راتلونکې کې خپل کار نور هم پراخ کړي او هغو ښځو ته چې بې‌روزګاره دي د ګلانو روزنه ور زده کړي.

نفیسه باور لري:

«که ښځو ته د کار زمینه برابره شي، دوی کولی شي د کورنۍ په اقتصاد کې لویه مرسته وکړي. ډېرې ښځې یوازې یوې کوچنۍ فرصت ته اړتیا لري.»

سره له دې چې ژوند له ستونزو ډک دی، اوس خپله شنه‌خونه یوازې د کار ځای نه بولي؛ بلکې دا د ژوند د دوام او د خپلو اولادونو د راتلونکې د جوړولو یوه وسیله ګڼي. ماښامونه، کله چې وروستي ګلدانونه اوبه کوي، لا هم هیله لري چې یوه ورځ به ښځې بېرته وکولای شي په ازاد ډول کار او زده‌کړو ته ستنې شي.