د خوړو نړیوال پروګرام؛ په افغانستان کې د کافي خوړو نشتون میلیونونه ښځې او ماشومان په خوارځواکۍ اخته کړي

د خوړو نړیوال پروګرام؛ په افغانستان کې د کافي خوړو نشتون میلیونونه ښځې او ماشومان په خوارځواکۍ اخته کړي
Photo: RM Media

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې پر افغانستان د نړیوالو مرستو له ځنډېدو او د مالي سرچېنو د کمېدو له امله په سلګونه زره ښځې او ماشومان پر ځوارځواکۍ اخته شوي دي.

راپور کې زیاته کړې چې اوسمهال په افغانستان کې ۹.۵ میلیونه خلک د خوړو له سخت ناامني سره مخ دي، چې له ډلې یې ۴.۶ میلیونه میندې او ماشومان تربل هر وخت بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام د مالوماتو پر بنسټ سږ کال ۳.۵ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان او له یو میلیون څخه زیاتې میندوارې او شیدې ورکوونکې ښځې د سختې خوارځواکۍ له جدي ګواښ سره مخ دي.

یاد سازمان د خپلې بودیجې د کمېدو په اړ هم اندېښنه ښودلې او ویلي، چې یوازې د وران ۲۰۲۵ کال تر پایه د بشري فعالیتونو د دوام لپاره له ۶۵۰ میلیون ډالرو څخه زیاتو بیړنیو پیسو ته اړتیا لري.

بلخوا د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې خبرداری ورکړی چې د طالبانو له واکمنېدو څلور کاله وروسته، افغانې ښځې او نجونې له خپلو بنسټیزو حقونو محرومې پاتې دي او دا حالت د هغوی روغتیا، زده کړې او امنیت ګواښي.

یادې څانګې ویلي چې نږدې ۷۸ سلنه افغانې نجونې او ځوانې ښځې له ښوونځي، کار او تخنیکي زده کړو څخه محرومې دي، چې دا شمېره د هلکانو په پرتله څلور برابره زیاته ده.

طالبانو د خپلې واکنۍ پرمهال پر افغان ښځو د زده کړو، کار او نورو برخو کې محدودیتونه لګولي چې له امله یې ورځ تربلې ښځې له خپلو اساسي حقونو محرومېږې او له یو ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.