د خوړو نړیوال پروګرام؛ د افغانستان نیمایي نفوس مرستې ته اړتیا لري

د خوړو نړیوال پروګرام تازه په یوه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کېد ښځو تر سرپرستۍ لاندې له هرو دریو کورنیو څخه دوه یې د لومړنیو خوراکي توکو د اخېستلو توان نه لري.
په راپور کې راغلي چې په دغه هیواد کې ښځې او ماشومان تر ډېره د لوږې له ګواښ سره مخ دي او په همدې موخه یې تېر کال له ۱۰ میلیونه ښځو او ماشومانو سره مرسته کړې چې له فقر او بېوزلۍ ځورېدل.
دغه سازمان زیاته کړې چې د افغانستان نیمایي نفوس مرستې ته اړتیا لري او ټینګار یې، کړی چې د دغو کورنیو لپاره د خوړو نړیوال پروګرام مرستې د هغوی د ژغورنې يوازينۍ لاره ده.
په راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۵ کال کې به په افغانستان کې له ۲۲ میلیونو زیات خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري، په داسې حال کې چې له دغه هیواد سره نړیوالې مرستې په چټکۍ سره راکمې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په افغانستان نږدې ۶۰ نړیوالو بنسټونو خپل فعالیتونه درولي او دغه راز امریکا هم پر دغه هیواد خپلې مرستې درولي، چې له امله یې ورځ تربلې بې روزګاري مخ په زیاتېدو او لوږه په پراخېدو ده.