د بښنې نړیوال سازمان د افغان ښځو حقونو پر ورکړې ټينګار کړی

د بښنې نړیوال سازمان یو ځل بیاد افغان نجونو او ښځو پر روان وضعیت اندېښنه ښودلې او پر نړیوالې ټولنې یې غږ کړې، چې له طالبانو سره دې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو د سرغړونو په اړه حساب وکړي.
یاد سازمان دغه زار اندېښنه څرګنده کړې چې طالبان په سیسټماتیک ډول هڅه کوي پر نجونو خپل بندیزونه دوامداره کړي.
دغه سازمان د ښځو پر وړاندې د طالبانومخ په زیاتیدونکو بندیزونو نیوکه کړې او وايي، چې د دې ډول تګلارو په جوړولو کې د طالبانو موخه د ښځو او نجونو "حاشې" کول دي.
طالبانو په خپله درې کلنه واکمنۍ کې پر افغان نجونو د زده کړو، کار او نورو برخو کې بندیزونه وضعه کړي او پر دوی دا بندیزونه ورځ تربلې مخ په زیاتیدو دي.