د افغان نجونو په کم عمرۍ کې د ودونو د مخنیوي غوښتنه

د افغان نجونو په کم عمرۍ کې د ودونو د مخنیوي غوښتنه
Image: RM Media
د افغان نجونو په کم عمرۍ کې د ودونو د مخنیوي غوښتنه

د افغانستان لپاره د امریکا د نړیوال پرمختګ ادارې(USAID)مشر جوئېل سنډفور په افغانستان کې د نجونو په کم عمرۍ کې د ودونو د مخنیوي غوښتنه کړې.

نوموړي په ټینګار سره ویلي چې، افغان نجونې د داسې یوې راتلونکې مستحقې دي چې له وختي او جبري ودونو پاکه وي.

د نوموړي د مالوماتو له مخې په دغه هیواد کې د هغو نجونو چې عمرونه یې د ۲۰ او ۲۴ کلونو ترمنځ دي، په سلو کې ۲۸،۷ سلنه یې له اتلس کلونو او ۹،۶ سلنه له ۱۵ کلونو څخه په کم عمر کې واده شوي او له شپږم د لوړو ټولګیو د نجونو زده کوونکو پر تعلیم له بندیز وروسته د کم عمره نجونو په ودونو کې ۲۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

نوموړي د یادې پدیدې د مخنیوي په موخه د چټکو اقداماتو او په یاده برخه کې پر عامه پوهاوي هم ټینګار کړی دی.

د(USAID)مشر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې، په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې په کم عمرۍ او بدو کې د نجونو د نکاح پېښې زیاتې شوي دي.

له دې څه موده وړاندې د طالبانو د امربالمروف وزارت ویلي و، چې په تېرو درېیو کلونو کې په دغه هیواد کې د نجونو په جبري ډول د پنځه زره ودونو مخنیوی کړی دی.