د افغانستان سینما مشهور فلمي ستوری علي ګل شیدا مړ شو

د افغانستان سینما مشهور فلمي ستوری علي ګل شیدا مړ شو
Photo: Social Media

د افغانستان سينما مشهوره فلمي څېره علي ګل شیدا د زړه ناروغۍ له امله ومړ او د نوموړي مړینه د هغه کورنۍ هم تایید کړې ده. ښاغلی شیدا چې له اوږدې مودې راهیسې په روغتون کې د زړه د ناروغۍ له کبله بستر وو، يو شمېر هېوادوالو یې د مالي لاسنیوي غوښتنه هم کړې وه.

نوموړي له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې په ۴۷ بېلابېلو کورنيو فلمونو او تياتر کې رول لوبولی و، چې د خپلو هنري هڅو له امله یې پراخ شهرت درلود.

د طالبانو د بیا واک ته رسېدو او د افغان فلم ادارې تر بندېدو وروسته، علي ګل شیدا د کورنیو اقتصادي ستونزو د حل په موخه د سړک غاړې ته په یوې کراچۍ خوراکي توکي پلورل.

فرهنګي فعالانو د علي ګل شیدا مړينه افغان سيمنا ته يوه لويه ضايعه بولي او وايي تشه به يې په اسانۍ ډکه نشي.

دا په داسې حال کې ده طالبانو د افغان فلم نوم په نوي نوم نومولی او د اطلاعاتو او کولتور وزارت په اډانه کې د"سمعي او بصري ریاست" په نوم فعالیت کوي. طالبانو د دغه پرېکړې دلایل نه دي په ګوته کړي چې ولې یې د دغه تاریخي بنسټ نوم اړولی.

 د طالبانو له واکمنېدو سره د فلمونو جوړونکي او کارکونکي یې تر ډېره له هېواده ووتل او د ښځو په هر ډول فعالیت بندیز ولګېد.