ننګرهار کې یو ځوان د فکر جوړونې لپاره ګرځنده کتابتون جوړ کړی

ننګرهار کې یو ځوان د فکر جوړونې لپاره ګرځنده کتابتون جوړ کړی
Photo: Atal Facebook

کتاب لوستنې ته د ځوانانو د هڅونې په لړ کې دا ځل ننګرهار کې یوه ځوان په خپل شخصي لګښت او محدودو امکاناتو ګرځنده کتابتون جوړ کړی، چې موخه یې د ځوانانو فکر جوړونه او مطالعې ته هڅول دي.

دغه رضاکاره ځوان رحمن الله اتل نومیږي، چې په خپله ریکشا کې یې ګرځنده وړیا کتابتون جوړ کړی هغه هره ورځ د ښار په تفریح او عامه ځایونو ګرځي او نه یوازې پر خلکو د مطالعې په موخه کتابونه ویشي بلکې کتاب لوستنې ته یې هم هڅوي.

هغه اراده لري هر هغه څه وکړي چې هغه کولی شي او توان لري ترڅو د مطالعې فرهنګ ته وده ورکړي او هغو نجونو سره مرسته وکړي چې له زده کړې څخه محرومې دي

اتل زیاته کړه: «موخه مې کتاب لوستنې ته د ځوانانو هڅول دي او دا چې د نجونو پرمخ ښوونځي او پوهنتونونه بند شويهغوی ته د مطالعې او کتاب لوستلو د زمينې برابرول دي.»

نوموړی دغه راز له طالبانو څخه د زده کړو په برخه کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړلو دروازو د خلاصیدو غوښتنه کوي او ټینګار کوي چې زده کړې د نجونو اساسي حق دی او وینا یې په زده کړو نجونې او هلکان کولای شي هېواد اباد، خپل مهارتونو لوړ او راتلونکې روښانه کړي.

د اتل په وینا تر دې دمه یې د ننګرهار او کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې په عامه ځايونو، ښوونځيو، پوهنتونونو او تفریح ځایونو کې له شلو زيات نندارتونونه جوړ کړي او خلکو ته يې د وړيا مطالعې زمينه برابره کړې ده.

هغه وایې: «زما هڅه دا وي چې خلک مطالعې کولو ته وهڅوم او تفریح ځایونو ته ځم او هلته پر ځوانانو کتابونه ویشم تر څو د یو څو ساعتونو لپاره مطالعه وکړي او په دې ډول فکري جوړونې ته کار کوم.»

نوموړی پلان لري چې ټول هېواد ته د خپل ګرځنده کتابتون لړۍ وغځوي خو پر وړاندې یې د ټرانسپورټ نشتون او مالي امکاناتو کموالي چارې ټکنۍ کړي دي.

بلخوا هغه نجونې چې اوسمهال د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړل کیدو له امله په کور ناستې دي د دغه ګرځنده کتابتون له جوړېدو خوښي څرګندوي او په خبره یې دا چاره په ټولنه کې د کتاب لوستنې دود پیاوړی کوي.

له دې ډلې یې د لسم ټولګي یوې زده کوونکې مریم وویل: «د مطالعې لپاره دا ګرځنده کتابتون ډیر مهم دی ځکه ما په خپله د همدې کتابتون له لارې څو کتابونه مطالعه کړي او دا مطالعې دود پیاوړی کوي.»

د طالبانو لخوا په تعلیم او کتاب پلورنځیو باندې د بندیزونو سره سره، په مختلفو ولایتونو کې مشهور کمپاینونه رامینځته شوي دي.