خوست کې لس زره میندې او ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي

خوست کې لس زره میندې او ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي
Photo: RM Media

د خوست روغتیایي مسوولان وایې چپ په دغه ولایت کې د تېرو دریو میاشتو پرمهال نږدې لس زره کسان چې ډیری یې ماشومان او ښځې دي پر خوارځواکۍ اخته شوي.

د خوست د عامې روغتیا ریاست لپاره د طالبانو رییس ډاکتر احمد مجاهد ویلي، چې د نړیوالو له مرستو بندېدو، روغتیايي خدمتونو ته نه لاسرسی، د سالمو خوړو نه لرل او اقتصادي ستونزو له امله یاد شمېر کسان پر خوارځواکۍ اخته شوي دي.

د هغه په خبره په دې وروستیو کې د دغه ولایت په لرې پرتو سیمو کې نږدې دېرش هغه روغتیایي مرکزونه تړل شوي، چې نړیوالو بنسټونو له لوري یې مالي ملاتړ کېده او د مور او ماشوم په برخه کې یې خدمات وړاندې کول.

مجاهد ویلي:«خوست کې نږدې دېرش روغتیایي مرکزونه د نړیوالو د مرستو له بندېدو وروسته تړل شوي او دغه راز په دغه ولایت کې خوارځواکي هم زیاته شوې، زموږ د مالوماتو له مخې تر لس زرو پورې ماشومان او مېندې پر خوارځواکۍ اخته دي.»

د خوست اوسېدونکې ۳۰ کلنه زرلښته چې د څلور میاشتو امېندواره ده وايی، د اقتصادي ستونزو له کبله یې سالم خواړه نه‌دي خوړلي او اوس پر خوارځواکۍ اخته ده.

د هغې په خبره زیاتره مېرمنې روغتیايي مرکزونو او سالمو خوړو ته د نه لاسرسي له کبله پر خوارځواکۍ اخته شوې دي.

زرلښته زیاتوي:«د کورنۍ اقتصادي وضعیت مو خراب دی پنځه اولادونه لرم، خاوند مې کراچۍ چلووي او دومره کوي چې شپه پرې سبا کړو، د اقتصادي ستونزو له امله نشم کولای چې ځان ته سالم خواړه برابره کړم نو ځکه خو پر خوارځواکۍ اخته شوې یم.»

نوموړې له مرستندويه بنسټونو غوښتنه کوي چې په لرو پرتو سيمو کې له خلکو سره په روغتيايي برخو کې لازمې مرستې وکړي.

په خوست کې ماشومان او امېندواره مېرمنې داسې مهال پر خوارځواکۍ اخته کیږي، چې په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام مخکې ویلي و، په دغه هېواد کې درې‌نیم میلیونه ماشومان په روان کال کې له خوارځواکۍ سره مخ دي چې لامل یې د خوړو له اړخه له افغان ماشومانو سره د نړۍوالو مرستو کمېدل دي.