افغانستان له میراث محرومې ښځې له اقتصادي ستونزو کړېږي

افغانستان له میراث محرومې ښځې له اقتصادي ستونزو کړېږي
Photo: RM Media

د کونړ مرکز اسعد آباد ښار په یوه څنډه کې ۴۰ کلنه ثریا چې شاوخوا پنځه کاله وړاندې یې خپل خاوند له لاسه ورکړی یوه له هغو  ښځو ده، چې پلار یې د میراث له حق محرومه کړې ده.

هغه وایي په کور کې د سرپرست نه لرلو له امله اړه ده چې د خپلې ۶ کسیزې کورنۍ مړولو لپاره د نورو په کورونو کې کار وکړي.

ثریا اوس مهال د ۱۵۰ افغانیو په بدل کې پوره ورځ د نورو کالي مینځي او دغه راز د کور نورې چارې سمبالوي، خو دغه پيسې يې د اولادونو د نفقې چمتو کولو او د کور کرایې ورکولو لپاره کافي نه دي.

نوموړې له اوښکو په ډکو سترګو وایې چې له یوه پلار پنځه ورونه او دوه خویندې دي او له پلاره ورته په میراث کې دوه حوېلۍ او ۱۵ جریبه ځمکه پاتې ده. 

هغې زیاته کړه چې د پلار په وصیت‌پاڼه کې یې پر وروڼو ټینګار شوی و، چې د خویندو رضایت یې ترلاسه کړي، خو د پلار له مړینې وروسته یې د وروڼو له لوري دې او د دې بلې خور ته هیڅ ډول پاملرنه نه ده شوې او د میراث له حق محرومې شوې دي.

هغه وایې: «کله مې چې پلار وفات کېده نو په خپله وصیت نامه کې یې له زامنو غوښتي و، چې په میراث کې لوڼو ته هم خپله برخه ورکړي، پلار مې ۱۵ جریبه ځمکه لري خو کال وړاندې مې ورورنو خپل منځ کې وېشلې او زما په ګډون یې یو بلې خور ته په کې میراث نه دی ورکړی، اوس زه په یو کرایه کور کې اوسېږم که پلار مې میراث راکړی وای اوس به مې دومره اقتصادي ستونزې نه درلودی او ژوند به مې جوړ و.»

هغه چې له اقتصادي ستونزو سره هم مخ ده او په څو ځلي یې له خپلو وروڼو سره د پلار د میراث پر سر دعوه کړې، خو له غوښتنې سره سره یې د میراث حق نه‌دی ورکړل شوی او د میراث حق نه‌ورکول د دې لامل شوي چې د بې‌ارزښتۍ احساس وکړي او په وینا یې، اوږدمهال کې به د هغې رواني سلامتیا او هویت ته زیان ورسوي.

 ثریا نیوکه کوي چې او د حاکمو دودونو له کبله میراث یوازې نارینه‌وو ته ورکول کېږي او په وینا یې، ښځینه ترې محرومې دي. 

هغه وایې: «که چېرې هره کورنۍ د خپل زامنو په شان لوڼو ته په خپل مال کې برخه ورکړي نو په دې سره به د ښځو ارزښت هم زیات شي او بله دا چې دوی ته خپل حق ورسېږي، زیاتره کورنۍ خپلو لوڼو ته میراث نه ورکوي او دا یو بد دود بولي چې له امله یې ګڼ شمېر ښځې له واده وروسته د پلار په مال کې له حق محرومېږي او ژوند یې له اقتصادي ستونزو سره مخ کیږي.»

د هغې په خبره، له خپلو وروڼو د میراث حق غوښتل یې ښايي کورنۍ اړیکې له منځه یوسي او د وروڼو او خاوند د کورنیو ترمنځ تګ‌راتګ ته یې د پای ټکی کېښودل شي.

نوموړې وايي چې ښځو ته د میراث ورکول په د افغانستان د قوانینو او شریعت له مخې مشخص او ټاکل شوي، خو د عامو خلکو له نظره ښځو ته د میراث ورکړه، شرم او ننګ ګڼل کېږي.

دا یوازې ثریا نه ده چې د میراث له حقه بې‌برخې شوې، د کونړ بله اوسېدونکې نسیمه وايي چې د پلار ټول منقول او غیرمنقول میراث یې یوازې ورورنو په واک کې اخیستې او خویندو ته یې هېڅ پاملرنه نه ده کړې.

هغه زیاتوي چې ټولنه کې د شته دودنو له امله میراث نه‌دی ورکړل شوی او په وینا یې، اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان ده او له پلار پاتې شتمنۍ ته سخته اړتیا لري.

نوموړې زیاتوي که څه هم په قومي توګه یې د خپل میراث غوښتنه وکړه، خو حقوق یې د ورونو ترمنځ ووېشل شول او د میراث نه‌ورکړې ترڅنګ ورته ګواښ هم شوی دی.

هغه وایې: «زما ورورنو هم پر خپلو منځ کې ځمکه او نوره سرمایه وېشلې خو خویندو ته یې په کې برخه نه ده ورکړې، مونږ د ظلم او بې‌عدالتۍ احساس کوو او ناخوښې یوو؛ ځکه ښځې حق لري میراث واخلو اوس له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخ یم که پلار مې په میراث کې حق راکړی وای نو اوس به دا بد وضیعت نه درلوده زیاتره کورنۍ له لوڼو سره ظلم کوي او په میراث کې حق نه ورکوي.»

هغې څرګنده کړه، که څه‌هم چې څو ځلې یې د دې موضوع په اړه له ورورنو سره خبرې کړې، خو د هغوی له لوري یې د رد ځواب ترلاسه کړی او خویندو ته د پلرني میراث د ورکړې د حق مخالفت کوي.

د افغانستان په زیاتره سیمو کې مېرمنې داسې حال کې له میراث محرومې پېژندل شوي چې ښځينه فعاله  ښځو ته د میراث پر ورکړې ټینګار کوي او وايي، چې د اسلام دین د احکامو پر بنسټ، که له متوفي هلک او نجلۍ پاتې وي، ښځینه ته د پلار له شتمني نیمه میراث کې ورکول کېږي.

هغه وایې: « په اسلام کې، نجونې د میراث حق لري، او په قرآن کریم کې په واضح ډول ویل شوي چې په قصدي ډول د لور یا خور څخه د میراث حق اخیستل په اسلام کې یوه لویه ګناه او ښکاره ظلم دی او د شرعي حکم لامل کیږي.خو متاسفانه چې په افغاني ټولنه کې نه یوازې له میراث محرومه شوې، بلکې په ډېرو برخو کې ښخو ته په کم نظر کتل کیږي، له کورنیو غوښتنه کوو چې خپلو لوڼو ته د خپل اولاد په نظر وګوري او خپله برخه میراث ورته ورکړي.»

د یادونې وړ ده چې د ښځو له حقونو د کورنیو نه‌پوهاوی او ناسم دودونه او ټولنه کې ناوړه دودونه د دې لامل شوې چې د شرعي او قانوني حکم اجرا کول، له ستونزو سره مخ شي.