طالبانو په ننګرهار کې یو پخوانی خبریال نیولی

په ننګرهار کې سرچینې وایې چي د طالبانو ادارې استخباراتو د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د عزیز وطنوال په نامه یوه پخوانی خبریال نيولی دی.
سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د طالبانو استخباراتو عزیز وطنوال درې ورځې وړاندې (شنبه،۲۱د چنګاښ) د جلال اباد ښار لومړۍ ناحېې اړوند «زنګویي» سیمه کې له خپل کور بېولی
او د استخباراتو ریاست زندان ته انتقال شوی دی.
د سرچینې د مالوماتو له مخې په ننګرهار کې یو شمېر خبریالانو او ملاتړو بنسټونو له طالب مسوولانو غوښتنه کړې، چې د وطنوال د نیونې دلیل روښانه کړي، خو تراوسه طالب مسوولانو د نوموړي د نیول کېدو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د مالوماتو پر اساس عزیز وطنوال کلونه په رسنیو کې د خبریال په توګه کار کړی، خو د طالبانو له واکمنېدو راهېسې یې له کومې رسنۍ سره دنده نه درلوده او بې روزګاره و.
طالبانو په دې هکله څه نه دي ویلي. د دغې ډلې چارواکي معمولاً د نیونو په هکله معلومات نه ورکوي.طالبان په افغانستان کی په ۲۰۲۱م کال کي یو وار بیا واک ته تر رسیدو وروسته، په تکرار سره ښځینه فعالانې، خبریالان او منتقدین نیولي دي.
په همدې حال کې د افغانستان د خبریالانو مرکز د راپور له مخې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د رسنیو او خبریالانو د ازادۍ د نقض شاوخوا ۱۴۰ موارد ثبت شوي او دغه راز یوازې په تېرو شپږو میاشتو کې طالبانو د دوی پر ضد د تبلیغ په تور د ۲۰ خبریالانو د نیول کېدو پېښې ثبت کړې دي.
د بشري حقونو سازمانونو څو واره د طالبانو ادارې له خوا د خپلسرو نیونو، جبري لادرکه کیدو، شکنجو او نورو ناوړه چلندونو د مخنیوي غوښتنه کړې ده، خو طالبانو په دې برخه کي په خپل چلند او سیاستونو کي کوم بدلون نه دی راوستلی.