طالبانو په کابل کې د«ارزو»ټلویزیون نیول شوي ۷ کارکوونکي خوشې کړل

طالبانو په کابل کې د«ارزو»ټلویزیون نیول شوي ۷ کارکوونکي خوشې کړل
Photo: Afghanistan Journalists Center - Arezo TV

د افغانستان خبریالانو مرکز خبر ورکړی چې، د طالبانو استخباراتو په کابل کې د ارزو ټلویزیون اووه نیول شوي کارکوونکي چې څو اوونۍ وړاندې نیول شوي وو، په ضمانت خوشې شوي دي.

د یاد مرکز څخه(شنبه،لومړۍ مرغومي)په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، تراوسه لا په کابل کې د ارزو ټلویزیون دفتر ته د بیا فعالیت اجازه نه ده ورکړل شوې او ټاکلې ده چې یوه اوونۍ وروسته د نیول شویو کارکوونکو محاکمه هم ترسره شي.

د افغانستان خبریالانو مرکز له طالبانو غوښتي چې دا قضیه پای ته رسېدلې اعلان کړي او پرېږدي چې ارزو ټلویزیون له قید او شرط پرته خپل فعالیت بیا پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو استخباراتو او امر باالمعروف وزارت کارکوونکو څو اوونۍ وړاندې د کابل ښار په کارتې سیمه کې د ارزو ټلویزیون پر دفتر چپاو وروړی و او د یادې رسنۍ ۷ کارکوونکي یې بندیان کړي او د ټلویزیون فعالیت یې درولی و.

له وروسته بیا د طالبانو امر باالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت ویلي و، چې په کابل کې یې د ارزو ټلویزیون دفتر یې د اسلامي ارزښتونو او د رسنیو له نوم څخه دناوړه ګټې اخیستنې په تور تړلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د خپلې درې کلنۍ واکمنۍ پرمهال پر رسنیو محدودیتونه زیات کړي او ګڼ شمیر انځوریزو او غږیزو رسنیو د همدې بندیزونو له کبله خپل فعالیت درولی دی.