«کاش مې هېڅکله دا نړۍ نه وای لېدلې» — د یو نابینا کیسه د درد، فقر او تبعیض

«کاش مې هېڅکله دا نړۍ نه وای لېدلې» — د یو نابینا کیسه د درد، فقر او تبعیض
NIH Image Gallery

د اوړي موسم سخت ګرمي ده او د تودوخې درجه لوړه ده، خلک له ګڼې ګوڼې په ډک سړکونو کې په سختۍ سره تګ‌راتګ کوي. د لاسي توکو پلورونکو د سړک دواړه خواووې نیولې دي.

یو سړی چې په دواړو سترګو نابینا دی او په ډېر احتیاط سره د سړک یوې غاړې ته ولاړ دی، په یوه لاس کې یې د اوبو څښلو دوه بوتلې دي او داسې ښکاري چې هغه د پلورلو لپاره راوړي او په بل لاس کې یې یوه لړکه نیولې ده.

دا د لوړ همت لرونکی ۴۰ کلن شمس‌الحق هغه نابینا دی چې دخپل پیاوړي هوډ او زيار له برکته یې د نابینایۍ تیاره ته اجازه نه ده ورکړې چې ژوند یې ور تریخ کړي. اوس د سړکونو پر غاړو د څښاک اوبو او خوراکي توکو په پلورلو د خپلې کورنۍ یوازینی نفقه برابرونکی دی.

هغه وايي: «زه له اووه‌لسو کلونو راهیسې د شکرې له امله نابینا شوی یم. مخکې مې کرنه کوله، خو وروسته مې د سترګو لید له لاسه ورکړ. له هغه وخت راهیسې بله لار نه لرم، همدا کار کوم، اوبه او نور توکي پلورم، تر څو د کورنۍ اړتیاوې پوره کړم.»

شمس‌الحق له کلونو راهیسې د سرکونو پر غاړه توکي پلوري. دا کار ورته اسانه نه‌دی، خو وایي چې عادت شوی او دا یوازینی کار دی چې کولی یې شي. سره له دې چې ډېر کله خرڅ نه لري او تش لاس کور ته ستنېږي، خو بیا هم له خوارۍ لاس نه اخلي.

هغه زیاتوي: «پنځه اولادونه لرم، ټولې نجونې دي. مجبور یم چې کار وکړم، ځکه بل څوک نشته چې د دوی لپاره څه برابر کړي. ډېری ورځې هېڅ خرڅ نه لرم، خو بیا هم هڅه کوم چې څه پیدا کړم، ځکه ماشومان مې انتظار راباندې کوي.»

شمس‌الحق له سهاره تر ماښامه د سړک پر غاړه ولاړ وي او د اوبو له پلور څخه د ورځې تر ۵۰ تر ۱۰۰ افغانیو پورې عاید ترلاسه کوي؛ یو ناچیز عاید چې د خپلې کورنۍ د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره هم بسنه نه کوي. وايي ډېر وختونه هېڅ خرڅ نه لري او تش لاس کور ته ستنېږي.

خو هغه څه چې دی تر فقر زیات ځوروي، د خلکو له‌خوا له نابینایانو سره ناوړه چلند دی. دی له دې امله ژور خفه دی چې نابینایان په افغاني ټولنه کې نه یوازې له خپلو حقونو بې‌برخې دي، بلکې ډېری وخت له بې‌احترامۍ او سپکاوي چلندونو سره مخ دي.

شمس‌الحق، چې پر شونډو یې له درده ډکه مسکا خپره ده، وايي: «کاش له موره نابینا زېږېدلی وای او هېڅ مې دا دنیا نه وای لیدلې. دا به ډېره اسانه وه. اوس له اووه‌لسو کلونو راهیسې پرته له تیارو بل څه نه‌یم لیدلی. ډېر ډاکتران مې وکتل، ډېرې پیسې مې ولګولې، خو ګټه یې و نه کړه. نور مې امید له لاسه ورکړی.»

نوموړی دا مهال له خپلې پنځه کسېزې کورنۍ سره په یوه زړې ودانۍ کې ژوند کوي. تر ټولو ستره هیله یې دا ده چې یو ځل بیا د خپلو ماشومانو او مېرمنې څېره په سترګو وویني. وايي: «کلونه وشول چې خپلې لوڼې او مېرمن مې نه دي لیدلي، که یوه ورځ هم وي چې سترګې مې جوړې شي، یوازې دا غواړم چې د هغوی مخونه ووینم. بس همدا به راته کافي وي.»

شمس‌الحق وايي نابینایي یې له ژونده نه دی ستړی کړی، خو د مرستې نشتوالی او د کار د زمینې نه‌شتون سخت ځوروي. له خیریه بنسټونو، نړیوالو ادارو او د حکومت له اړوندو ادارو غواړي چې نابینایانو ته د کار او مسلکي زده‌کړو زمینه برابره کړي.

دی زیاتوي: «موږ نابینایان د ټولنې بار نه یو. که راته د کار زمینه برابره شي، کولی شو پر خپلو پښو ودرېږو. که ما هم حرفوي زده‌کړه کړې وای، نن به مې د سړک پر سر اوبه نه خرڅولې.»

شمس‌الحق همداراز له ځوانانو غواړي چې له شته فرصتونو ګټه واخلي، زده کړي وکړي او د خپلې کورنۍ ملاتړ وکړي.

هغه نابینا دی، خو وايي د سترګو د لید له لاسه ورکول دومره سخت نه دي، څومره چې د درد او بې‌وسۍ احساس. له دې ټولو سره سره، د خپلې کورنۍ مينه او د سبا لپاره هیله هغه ته دا ځواک ورکړی چې ژوند ته دوام ورکړی.