ایران یو افغان وګړی اعدام کړی
د«حال وش»په نامه د ایران د بشري حقونو یو سازمان وایې د ایراني حکومت د زاهدان په زندان کې یو افغان تبعه اعدام کړی دی.
یاد سازمان(یک شنبه،د لړم۲۰مه)د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې، اعدام شوی افغان
محمد نبي پوپل زهي نومیږي او د ایران حکومت د نشه یي توکو د قاچاق په تور اعدام کړی دی.
د دغه سازمان د مالوماتو له مخې سږکال په ایران کې د اعدامونو لړۍ چټکه شوې او په ځانګړي ډول په زاهدان کې د دغه افغان په اعدام سره تر دې دمه د اعدام شویو افغانانو شمېر ۵۰ ته رسېدلی دی.
له دې وړاندې د ایران د بشري حقونو اوسلو مېشتي سازمان ویلي و، چې ايران اکتوبر میاشت کې ۱۶۶ تنه اعدام کړي چې ۱۳ یې افغانان وو.
که څه هم د بشر حقونو نړیوال سازمان او نورو بنسټونو له ایراني حکومت د اعدامونو د لړۍ د دریدو غوښتنه کړې وه، خو له دې هر څه سره سره بیا هم په دغه هیواد کې زندانیان د بېلابېلو جرمونو په تور اعدامیږي