پروان کې د یوه تنور جوړونکي د هنر او ژوند کیسه

پروان کې د یوه تنور جوړونکي د هنر او ژوند کیسه
Photo: RM Media

هر سهار د لمر له څرک سره د جلال اباد ښار د کولالانو کوڅې په څنډه کې، محمد اشرف په خپلو تڼاکو لاسونو، خاورې او اوبه سره ګډوي او په خپل کار ځای کې د خټینو لوښو پر جوړولو بوخت وي او خپله کولالي مخته وړي.

۴۹ کلن محد اشرف ته د کولالۍ هنر له خپل پلار ورپاتې او له کلونو راهیسې له همدې لارې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کوي.

هغه وايي، د همدې هنر له لارې توانېدلی چې نه یوازې دغه صنعت ژوندی وساتي بلکې د کورنۍ د عاید مهمه سرچینه یې هم ګرځېدلې ده.

هغه وایې: «له ۳۰ کلونو راهیسې کولالي کوم دا مې پلرنی کسب دی، د همدې تنور او نورو خټېنو لوخو دجوړولو له لارې مې پر خپلو شپږو لوڼو زده کړې کړي او خپله کورنۍ مې هم ساتلې.»

د نوموړي په خبره د هر تنور بیه له ۳۰۰ تر ۵۰۰ افغانیو ده او هره ورځ په کافي اندازه له همدې لارې عاید ترلاسه کوي.

د هغه په خبره نارینه اولاد نه لري او خو د ژوند لویه هیله یې دا ده، چې شپږ واړه لوڼې یې له پوهنتون فارغې شي او ټولنې ته د خدمت مصدر وګرځي.

هغه وایې: «شپږ لوڼې مې دي په دوی کې څلور له پوهنتون فارغې شوي او دوه یې لا د ښوونځي په لسم او اتم ټولګې کې وې چې ښوونځي پرې بند شول، دوه لوڼې مې له شخصي طب فارغې شوي او دوه نورې یې له حقوقو او له دري ادبیاتو فارغې شوي؛ لوڼې مې اوس واده شوي خو ما ته دعا کوي.»

د محمد اشراف لپاره کولالي نه یوازې د عاید یوه وسیله ‌‌ده، بلکې د هغه لپاره د هر خټين لوخي جوړول د زغم سمبول او له ځمکې سره د مانا لرونکې اړیکې نښه ده.

نوموړي تر پنځم ټولګي زده کړې کړي خو د زده کړو په ارزښت پوه و، چې اوس یې لوڼې ټولې باسوداده دي.

هغه وایې: «ما تر پنځم ټولګي زده کړې کړي ځکه پخوا مو اقتصادي وضعیت خراب و او مېرمن مې بېسواده ده، خو ما له اوله دا تکل کړی و چې پر ټولو لوڼو به ښوونځي او پوهنتون لولم او د خدای شکر دی چې دا ارمان مې پوره شوی خو د دوو لوڼو زده کړو ته اندېښمن یم.»

محمد اشرف چې د خپل عمر زیاته برخه یې د کولالۍ په هنر کې تېره کړې زیاتوي، هغه عاید چې له خپل کار څخه یې ترلاسه کوي زیاته اندازه یې د لوڼو پر زده کړو مصرفوي.

دغه کولال وایې چې پر خپلو لوڼو د تعلیم له برکته یې کاروبار ورځ تربلې غوړېږي او ان کله نا کله ورته له نورو ولایتونو هم د خټېنو لوخو د جوړولو لپاره فرمایشونه ورکوي.

هغه وایې: «زما لپاره دا لویه خوشالي ده چې ټولې لوڼې مې په تعلیم سمبال شي، اوس هڅه کې یم پاتې دوه لوڼې مې هم زده کړې وکړي، له نورو کورنیو هم غواړم چې باید پر اولادونو زده کړې وکړي.»

محمد اشراف د ورځې په ختمېدو او د ماښام په نږدې کېدو سره خپل کاري وسایل راټولوي، د کارخونې دروازه تړي او کور خوا ته روانیږي؛ خو سبا بېرته همدې کار ته راستنیږي.