افغان فوټبالره نادیه ندیم: «ساکر ایډ» سیالۍ د افغان نجونو د غږ رسولو لپاره یو ښه فرصت دی

د افغانستان اوسېدونکې او فوټبالره نادیه ندیم وایې، هڅه کوي چې د سږني کال په «ساکر ایډ» خیریه لوبه کې په ګډون کولو سره د هغه افغان نجونو او ښځو استازیتوب وکړي چې دا مهال د طالبانو له لوري له زده کړو محرومې شوي غږ او لاسرسی نه لري.
نوموړې په ټينګار سره 'ساکر ایډ' د افغان ښځو د غږ رسولو لپاره یو فرصت بولياو هغه هیله لري، چې له دې له لارې ډېر خلک پر هغو مسایلو خبر کړای شي چې دا مهال افغان ښځې او نجونې د زده کړو او په ځانګړي ډول ورزش ته د نه لاسرسي برخه کې له بندیز سره دي.
ندیم دا مهال په اروپا کې ژوند کوي او فوټبال د کډوالو په یوه کمپ کې پیل کړی و، خو اوس د مانچستر سیټي او د ډنمارک په ملي لوبډله کې د لوبېدو په ګډون ځلنده مسلکي مخینه لري.
ساکر ایډ د فوټبال یوې دوستانه سیالۍ له لارې چې د انګلنډ ملي لوبډلې او د نړۍ بېلابېلو هېوادونو له فوټبالرانو د جوړې شوې لوبډلې ترمنځ کېږي، د مرستو راټولو کلني مراسم دي.
یونیسف هر کال د دې لوبې د ټکټونو د پلور او د خلکو د بسپنې له لارې لسګونه میلیون ډالر راټولوي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په افغانستان کې پر نجونو د زده کړو له بندېز سره سره هغوی له زده کړو هم منع کړي دي