هنر د ښوونځی ځای نه نیسي، خو مریم له دې د خبرو کولو لپاره کار اخلي

هنر د ښوونځی ځای نه نیسي، خو مریم له دې د خبرو کولو لپاره کار اخلي
Photo: RM Media
هنر د ښوونځی ځای نه نیسي، خو مریم له دې د خبرو کولو لپاره کار اخلي
هنر د ښوونځی ځای نه نیسي، خو مریم له دې د خبرو کولو لپاره کار اخلي

د نجونو د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته، ۱۷ کلنه مریم یوازې له زده‌کړو بې‌برخې نه شوه، بلکې د وتلو، زده‌کړې او د خپل راتلونکي د ټاکلو له حقه هم محرومه شوه. هغې تر نهم ټولګي پورې زده‌کړې کړې وې، خو د مکتب له تړل کېدو سره دا لړۍ ودرېده. وروسته یې غوښتل چې کورس ته ولاړه شي، خو دا لار هم ډېر ژر پرې وتړل شوه.

مریم وایي: «کورنۍ مې اجازه رانکړه چې کورس ته ولاړه شم. هغوی وېرېدل؛ هم د طالبانو له امله او هم د خلکو له خبرو. راته یې وویل، ښه ده چې په کور کې پاتې شې.»

کور د مریم لپاره په یو وخت کې هم پناه شو او هم بند. نه ښوونځی، نه کورس او نه د وتلو اجازه. هغه ډېر وخت یوازې وه او دا یوازیتوب ورته د ساه تنګۍ په څېر احساسېده.

هغې وویل: «ډېر وخت به همداسې ناست وم، هېڅ مې نه کول. زړه مې تنګېده. احساس مې کاوه چې د خبرې کولو لپاره هېڅ لاره نه لرم.»

همدلته وه چې د تلویزیون مخې ته کښېناسته. بې له ښوونکي، بې له ټولګي او بې له رسمي زده‌کړې. له همدې ځایه یې انځورګري زده کړه؛ نه د دې لپاره چې هنرمنده شي، بلکې د دې لپاره چې له رواني پلوه ژوندی پاتې شي.

مریم وایي: «کله چې انځورګري کوم، داسې احساس کوم لکه خبرې چې کوم. هغه څه چې په خوله یې نشم ویلای، په کاغذ راځي.»

د هغې په وینا، په داسې حال کې چې رسنۍ سانسور دي او د نجونو غږ نه اورېدل کېږي، انځورګري ورته د بیان یوازینۍ لار ګرځېدلې ده: «مونږ درد لرو، خو د ویلو ځای نه لرو. انځورګري هغه لاره شوه چې زړه مې پرې تش کړم.»

د مریم انځورونه له هغو نجونو ډک دي چې سترګې لري خو افق نه لري؛ خولې لري خو غږ نه لري. هغې وویل چې کله ناکله د رسامۍ پر مهال ژاړي. «کله چې د نجونو محرومیت رسموم، لاسونه مې رپېږي. ژاړم، خو بیا هم رسم ته دوام ورکوم.»

د مریم لپاره انځورګري د مکتب ځای نه دی نیولی، بلکې د ښوونځی د نشتون زخم یې لږ د زغملو وړ کړی دی. هغې په ټینګار سره وویل: «هیڅ هنر د زده‌کړو ځای نشي نیولی. مونږ انځورګري ځکه کوو چې بله لاره نه لرو، نه دا چې دا مو خوښه ده.»

سره له دې، هغه له نورو نجونو غواړي چې چوپ پاتې نه شي: «که ښوونځی تړل شوی وي، باید له هرې ممکنه لارې زده‌کړه وکړو، خو دا مانا نه لري چې خپل حقونه هېر کړو.»

د یونسکو په وینا، وروسته له دې چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې د نجونو مکتبونه وتړل، شاوخوا ۲.۲ میلیون افغان نجونې د لومړي ښوونځي له کچې پورته د زده کړو څخه محرومې شوې دي. د مریم کیسه د دغو شمېرو تر شا ریښتینی اغېز څرګندوي — څنګه نجونې د رسمي زده کړو له محرومیت سره سره د ځان څرګندولو لارې پیدا کوي.