ننګرهار کې تاریخي اثار له لوټ تالان سره مخ دي

ننګرهار کې تاریخي اثار له لوټ تالان سره مخ دي
Photo: RM Media

د ننګرهار په ځینو سیمو کې د ولسي خلکو له لوري د تاریخي اثارو خپلسرې کیندنې پيل شوي چې اندېښنې یې راپارولي دي.

له دغه سیمو یې یوه هم د کامې ولسوالۍ ده چې د ځایي اوسېدونکو له لوري یي لرغوني اثار په خپلسري ډول کېندل کیږي او بیا پر قاچاقي لارو پاکستان، ایران او نورو هیوادونو ته قاچاق کیږي.

د سیمې یو اوسیدونکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، په تېرو درېیو کالو کې چې طالبان یو ځل بیا واکمن شوي بې روزګاري زیاته شوې او خلکو د خپلو ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه د لرغونو اثارو کېندلو ته مخه کړې ده.

د سیمې یو بل اوسېدونکی هم وایې چې، دا کیندنې زیاتره د تېر حکومت د نظامیانو له لوري کیږي ځکه بې روزګاره دي او د خپلو ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره بله د عاید سرچینه نه لري.

د هغه په خبره ترلاسه شوي اثار په سیمه کې د سوداګرو له لوري په کمه بیه پېرل کیږي او بیا نورو هیوادونو ته قاچاق کیږي.

د ننګرهار فرهنګي فعالان ټينګار کوي که حالت همداسې دوام وکړي، ښايي په خبره یې، د دغه ولایت پاتې ټول لرغوني اثار ویجاړ او یو ځل بیا ارزښتمند تاریخي میراثونه لوټ او تالان شي.

فرهنګي فعالان ټينګار کوي چې د ننګرهار په یو شمېر لرغونو سیمو کې یې د خپلسرو کیندنو په اړه خپلې اندېښنې له طالب چارواکو سره شریکې کړې دي، خو تر اوسه په دې برخه کې کوم څرګند ګام نه دی پورته شوی.

په همدې حال ننګرهار د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د اطلاعاتو امر قریشي بدلون وایې، د زر ګونو تاریخي اثارو د قاچاق مخنیوی یې کړی، چې د تورخم له لارې پاکستان ته قاچاق کېدل.

قریشي له ولسونو وغوښتل چې د خپلو تاریخي ابداتو ساتنه وکړي او د هغوی په موندل کې ورسره مرسته وکړي.

 دا داسې مهال ده چې د ننګرهار د فرهنګي فعالانو په وینا، لرغوني او فرهنګي اثار د افغانستان د تاریخ او فرهنګ ښکارندويي کوي چې اوس پر کنډوالو بدل شوي دي.