طالبانو په افغاني رسنیو کې پر سیاسي مرکو او بحثونو بندیز لګولی دی

د افغانستان د خبریالانو مرکز د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي، چې د طالبانو تر کنټرول لاندېد اطلاعاتو او کلتور وزارت په کابل کې ټلوېزیونونو ته امر کړی چې د سیاسي او اقتصادي بحثونه او مرکو له ثبت او خپرولو څخه ډډه وکړي.
اعلامیې زیاته کړې چې یاد وزارت په ټینګار سره د رسنیو له مسوولانو غوښتي چې، رسنۍ کولی شي یوازې د حکومتي ویاندویانو سره مرکې ترسره کړي په ټلوېزیونونو کې له سیاسي بحثونو دې ډډه وکړي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو د یاد اقدام په اړه جدي اندېښنه ښودلې او دا یې د طالبانو له لوري تلوېزیونونو کې پر سیاسي مرکو بندیز د نیوکهکوونکو غږونو غلي کولو او د بیان پر ازادۍ یوه بله هڅه بللې ده.
بلخوا د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي چې د دې پرېکړې د دوام یا څرنګوالي په اړه به د راتلونکې به بله اونۍ پرېکړه وکړي.
د افغانستان خبریالانو مرکز د مالوماتو له مخې طالبانو په خپله تېره درې کلنه واکمنۍ کې لږ تر لږه ۲۳ د رسنیو اړوند فرمانونه او کړنلارې صادر کړي، چې له کبله یې پر رسنیو او خبریالانو محدودیتونه زیات شوي دي.