په افغانستان کې هر کال د سرطان ناروغۍ له امله ۱۴۰۰۰ کسان مړه کیږي
په افغانستان کې د سرطان ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې بنسټ مسوولان وایې، چې په دغه هیواد کې هر کال ۱۴۰۰۰ کسان د یادې ناروغۍ له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
په افغانستان کې د سرطان په وړاندې د مبارزې بنسټ مشر ډاکټر شفق شینواری وايي، په دغه هېواد کې هر کال تر ۱۹زرو ډېر کسان په دې ناروغۍ اخته کېږي او اوسمهال په ټول هیواد کې په سرطان ناروغۍ ۵۰۰ زره کسان اخته دي.
شینوار زیاتوي:«زمونږ د مالوماتو له مخې هر کال افغانستان کېتقریباً ۱۹زره ۴۵۰ کسان په سرطان ناروغۍ اخته کېږي، چې له ډلې یې ۱۴زره ۷سوه ۴۶ وګړي د دې ناروغۍ له امله مړه کیږي.»
نوموړی په افغانستان کې په سرطان د اخته کسانو د شمېر پر زیاتېدو او په دې وژونکې ناروغۍ د مړینو پر زیاتوالي اندېښنه څرګندوي.
د هغه په خبره په هېواد کې لا هم د سرطاني ناروغیو د درملنې او تشخیص امکانات په نشت حساب دي او ګڼ کسان مجبوریږي چې خپل ناروغان پاکستان، هند، ایران او نورو هیوادونو ته د درملنې لپاره ولیږدوي.
له دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان او د سرطان د ناروغیو د څېړنې نړیوال مرکز خبرداری ورکړی و، چې د افغانستان په څېر بېوزلو هېوادونو کې به په راتلونکو ۲۰ کلونو کې د سرطان ناروغي په سلو کې ۸۰ زیاته شي.