ناپيژانده وسله والو په خوست کې د یوې کورنۍ لس غړي وژلي
په خوست کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وایې چې د دغه ولایت په علیشرو ولسوالۍ کې ناڅرګندو وسلهوالود ښځو او
ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۱۰ غړي په ډزو وژلي دي.
د خوست لپاره د طالبانو د والي وياند مستغفر ګربز وايي، چې دا پېښه تېره شپه د دغه ولایت د علیشرو ولسوالۍ اړوند«بوخانه»سیمه کې رامنځته شوې ده.
نوموړی د یادې پېښې لامل شخصي دښمني بولي او په خبره یې هڅې یې پيل کړي چې په یاده قضیه کې ښکېل کسان ونیسي.
په دې وروستیو کې د هیواد په زیاتره سیمو کې دا ډول پېښې زیاتې شوي چې طالبان یې د زیاترو لامل شخصي دښمنۍ بولي.