طالبانو په نیمروز کې یوولس کسان په دُرو وهلي

د طالبانو د صحرایي محکمو په دوام دغه ډلې په نیمروز ولایت کې ۱۱ کسان په بېلابېلو تورونو په دُرو وهلي دي.
د طالبانو د سترې محکمې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد کسان یې د نیمروز مرکز د زرنج ښار اړوند په یو لوبغالي کې د عامو خلکو پر وړاندې مجازات کړي دي.
خبرپاڼې زیاته کړې چې دغه کسان یې غلا، نامشروع اړیکو او نورو بېلابېلو جرمونو په تور په دُرو وهلي دي.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې یادو کسانو ته له ۲۰ تر ۳۹ دُرو سزا ورکړل شوې او دغه راز هر یو یې له یو کال څخه تر شپږو کالو بند هم محکوم شوي دي.
له دې یوه ورځ وړاندې طالبانو په بامیانو ولایت کې هم یوه ښځه عام محضر کې له کوره د تېښتې په تور په دُرو وهلې وه.
که څه د طالبانو دا ډول سزاوو غبرګونونه راپارولي خو څه موده وړاندې د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و، چې دا ډول سزاوې د شرعي او اسلامي حکم د پليکېدو او نورو خلکو ته د عبرت ورکولو په موخه کیږي.
له دې څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر فولکر تورک د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د حد او قصاص جاري کولو پر وړاندې غبرګون ښودلی او له طالبانو څخه یې غوښتي چې قصاص او د خلکو په دُرو وهلو سزاوې دې ودروي.
د یادونې وړ ده چې طالبانو تر دې وړاندې هم د پلازمېنې کابل په ګډون په ګڼو ولایتونو کې سلګونه ښځینه او نارینهوو ته د غلا، اخلاقي فساد او ځینو نورو جرمونو په تور د خلکو په مخه کې سزا ورکړې.