ملګري ملتونه؛ د افغانستان په ختیځ کې د زلزلو په قربانیانو کې څه باندې ۵۰ سلنه ښځې دي

ملګري ملتونه؛ د افغانستان په ختیځ کې د زلزلو په قربانیانو کې څه باندې ۵۰ سلنه ښځې دي
Photo: RM Media

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) وایې، چې د افغانستان په ختیځ کونړ او ننګرهار کې د تېرې اوونۍ د مرګونې زلزلې په قربانیانو کې څه باندې ۵۰ سلنه نجونې او مېرمنې دي.

یاد سازمان ویلي که څه هم له زلزلو وروسته ځپل شویو سیمو ته یې د بېړنیو روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو لپاره پنځه ګرځنډه روغتیایي ټیمونه استولې، خو د لارو خرابوالي، غرنیزو او لرې پرتو سیمو ته نه لاسرسي دا چاره ټکنۍ کړې ده.

په همدې حال کې  یونېسف ویلي، چې په کونړ کې د تېرې اوونۍ د زلزلې له امله (۱۹۷۸۱) ماشومان اغېزمن شوي چې له ډلې یې (۱۰۲۹۹) نجونې دي. 

یونېسف په یوه راپور کې ویلي، چې په دې مرګونې زلزله کې (۷۳۱) ماشومان مړه شوي چې پکې (۳۹۳) کوچنۍ نجونې دي. 

په راپور کې زیاته شوې چې کونړ کې د زلزلې له امله (۲۷۱) ماشومان یتیمان شوي او (۴۵) بې سرپرسته یا له خپلو کورنیو جلا شوي او ځېنې د زلزلې د پرله پسې ټکانونو له امله وېرېدلي او ان پر راني ناروغیو اخته شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د مالوماتو له مخې په کونړ او ننګرهار کې د تېرې اوونۍ په زلزله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۲۰۵ تنه مړه او ۳۶۴۰ نور ټپیان کړل او کابو اووه زره استوګنیز کورونه یې په بشپړ او نیمه بشپړ ډول وېجاړ کړل.