له پاکستانه د افغانانو په جبري ډول د ویستلو دوام

له پاکستانه د افغانانو په جبري ډول د ویستلو دوام
Photo: Bakhtar

ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي چې د تورخم له لارې ۵۹ افغانان د پاکستاني پولیسو له نیول کېدو وروسته هیواد ته راستانه شوي دي.

په ننګرهار کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبانو د اطلاعاتو امر قریشي بدلون وایې، چې دغه کسان په جبري توګه ایستل شوي دي.

د نوموړي په خبره دغه کسان پاکستاني پولیسو د قانوني اسنادو نه درلودلو له کبله له خپلو کورونو او کارخونو څخه نیولي او بندیان کړي وو، چې تېره ورځ په تورخم کې دوی ته وسپارل شول.

د نوموړي د مالوماتو پر اساس په دې وروستیو کې پاکستان کې د پولیسو له لوري د افغانانو نیول کېدل چټک شوي او یوازې په تېره یوه اوونۍ کې د تورخم له لارې ۲۴۰ افغانان په جبري ډول هیواد ته راستانه شوي دي.

 دا په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې په پاکستان او ایران کې دافغانانو نیولو لړۍ چټکه شوې او هره ورځ د تورخم، سپین بولدک او نیمروز له لارې سلګونه هیوادوال په جبري ډول هیواد ته راستنیږي.

واک ته د طالبانو په رسېدو سره په هیواد کې بې روزګاري اوج ته رسېدلې، نو ځکه خو نورو هیوادونو ته پر قاچاقي لارو د افغانانو ورتګ زیات شوی دی.