ظریفي غفاري او مرضیه حمیدي ته بېلابېلې نړیوالې جایزې ورکړل شوې
دوو فعالو افغان ښځو، ظریفې غفاري او ورزشکارې مرضیه حمیدي ته د خپلو فعالیتونو په برخه کې بېلابېلې جایزې ورکړل شوي دي.
په افغانستان کې د تېر جهموري دولت پرمهال د میدان ښار ښاروالې، افغانې مدني فعالې او د ښځو د حقونو مدافعې ظریفې غفاري ته د لاتیني امریکا هېواد کاستاریکا له لوري د «لورا چنچیلا» په نوم د لومړۍ ښځینه ولسمشرې په نوم نومول شوې کلنۍ جایزه ورکړل شوه.
غفاري د جایزې ترلاسه کولو پرمهال نړۍ د بشري حقونو، دیموکراسۍ او عدالت دعوه لرونکي سیاستوال په دوه مخي سیاست او شعارونو تورن کړل او زیاته یې کړه ټول د افغانو ښځو په وړاندې په مرګونو افراطي پالیسیو خوله پټه کړې.
هغې له نړیوالو په ټينګار سره غوښتنه کړې چې د طالبانو اوسني حکومت ته دې مشروعیت نه ورکوي ځکه هغوی ښځې له ټولنې وېستلي دي.
لورا چنچیلا د کاسټاریکا لومړنۍ ښځینه ولسمشره وه، چې د ښځو د رهبرۍ او د ډموکراتیکې حکومتولۍ په برخه کې د خدماتو له امله یې اوس هر کال په نامه باندې جایزې ورکول کېږي.
په ورته مهال د تکواندو افغان لوبغاړې مرضیه حمیدي ته «د ښځو حقونو نړیواله» جایزه ورکړل شوې.
نوموړې د جایزې د ترلاسه کولو پر مهال د بشري حقونو او ډېموکراسۍ لپاره د جنیوا په ۱۸مه غونډه کې د افغانستان د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه ویلي، چې په افغانستان کې روان وضعیت باید د «جنسيتي اپارټایډ» په توګه په رسمیت وپېژندل شي او نړیواله ټولنه دې د افغان ښځو د اساسي حقونو د خوندیتوب لپاره عملي ګامونه واخلي.
هغې زیاته کړې چې اوسمهال د طالبانو له لوري افغان ښځې او نجونې له زده کړو، کار او نورو بنسټیزو حقونو بې برخې شوې او له یو نا څرګند برخلیک سره مخ دي.
له دې څه موده وړاندې یو بل افغان ښځې زرقا یفتلي ته هم د ۲۰۲۶ کال لپاره د «زاید انساني ورورولۍ جایزه» ورکړل شوې وه.