طالبانو په یوه اوونۍ کې د ښځو په ګډون ۱۰ کسان په درو وهلي

طالبانو په یوه اوونۍ کې د ښځو په ګډون ۱۰ کسان په درو وهلي
Photo: Social Media

د (آر.ام میډیا) د موندنو پر اساس طالبانو په تېره یوه اوونۍ کې په جوزجان، تخار، کونړ، بلخ او پکتیا ولایتونو کې د ۳ ښځو په ګډون لس کسان عام محضر کې د خلکو په وړاندې په درو وهلي دي.

 دا کسان له واده پرته اړیکو درلودلو، له کوره د تېښتې، نشه یي توکو او بېلابېلو جرمونو په تور عام محضر کې مجازات شوي دي.

د تېرې اوونۍ د یکشنې په ورځ (۲۹ د چنګاښ) طالبانو د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان له (واده پرته د اړیکو لرلو) په تور ۳۵ دُرو وهلي او هر یو یې په ۱۸ میاشتو بند محکوم کړي دي.

د چهارشنبې په ورځ (۱د زمري) په کونړ، تخار او بلخ ولایتونو کې اووه کسان، چې دوه ښځې هم پکې شاملې وې، له واده پرته اړیکو لرلو، له کوره د تېښتې او لواطت په تور عام محضر کې په درو وهلي او په تنفیذي بندی یې محکوم کړي دي.

طالبانو له دې یوه اوونۍ وړاندې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې هم د شپږ ښځو په ګډون ۲۰ کسان عام محضر کې په دورو وهلي وو.

که څه هم د بشر حقونو فعالانو او د بخښنې نړیوال سازمان عام محضر کې د طالبانو له لوري د خلکو مجازارت کول غندلی او دا ډول چلند «ظالمانه» او د بشري حقونو د اصولو خلاف بللی خو له دې هر سره سره بیا هم دې ډلې دا لړۍ جاري ساتلې ده.