طالبانو په پروان کې د دوو ښځو په ګډون پنځه کسان په درو وهلي

طالبانو په پروان کې د دوو ښځو په ګډون پنځه کسان په درو وهلي
Photo: Social Media
طالبانو په پروان کې د دوو ښځو په ګډون پنځه کسان په درو وهلي

د طالبانو سترې محکمې وایې چې، په پروان ولایت کې یې دوه ښځې او درې نارینه د نامشروع اړېکو په تور عام محضر کې په درو وهلي دي.

د سترې محکمې څخه نن(سه شنبه،۲۷د لېندۍ)په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان یې د پروان په مرکز چاریکار ښار لوبغالي هر یو تورن له ۳۰ تر ۳۹ درو وهلي.

خبرپاڼې زیاته کړې چې دغه راز یاد کسان یې له دوو تر شپږ کلونو پورې په بند هم محکوم کړي دي.

 د مالوماتو له مخې طالبانو په تېرو دوو میاشتو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د مختلفو جرمونو په تور د ٢٢ ښځو په ګډون ١۴۵ کسان په درو وهلي دي.

که څه هم نړیوالې ټولنې له طالبانو د دا ډول سزاوو د بندیدو غوښتنه کړې خو، له دې هر څه سره سره بیا هم طالبانو دا لړۍ جاري ساتلې ده.