طالبانو په کابل کې د«بیګم» راډیو خپرونې بندې کړې

د طالبانو تر کنټرول لاندې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په کابل کې د «بیګم» په نامه د یوې خصوصي راډیو خپرونو د ځنډېدو خبر ورکړی دی.
خبرپاڼه کې راغلي چې د بېګم راډیو خپرونې یې د دغه وزارت له قوانینو څخه د پرلهپسې سرغړونو او له خپل جواز نه د ناوړه ګټې اخېستنې او په بهر کې له کوم ټلویزیون سره د همکارۍ له کبله ځنډولې دي.
بلخوا افغانستان خبریالانو مرکز د بېګم راډیو د خپرونو ځنډولو پریکړه غندلې او ویلي یې دي، چې د طالبانو دا کړنه د ازادو رسنیو د ځپنې پالیسۍ دوام دی.
یاد مرکز د بېګم راډیو د خپرونو ځنډولو پرېکړه د رسنیو قانون خلاف او په هېواد کې د ازادو رسنیو د ځپلو دوام بللی دی.
د افغانستان خبریالانو مرکز پر طالبانو غږ کړی چې پر خپلې دې پرېکړې بیاکتنه وکړي او بېګم راډیو ته اجازه ورکړي چې په وینا یې، د رسنیو قانون له مخې خپرونې وړاندې کړې.
د یاد مرکز د معالوماتو له مخې، یوازې په تېرو ۱۲ میاشتو کې ۱۸ خبري رسنۍ د طالب چارواکو د مستقیم امر یا د لګول شویو محدودیتونو لامله تړل شوې دي.
طالبانو له ټولو بهر مېشتو رسنیو سره د افغانستان له داخل څخه همکاري ممنوع اعلان کړې او هغه خبریالان نیسي چې له بهر مېشتو رسنیو سره همکاري ولري.
بېګم راډیو په ۲۰۲۱ کال په کابل کې خپل نشرات پیل کړل او ټولې خپرونې یې د ښځو لهخوا تولید او پر مخ وړل کېدې. دغې راډیو د افغانستان په اوو ولایتونو کابل، پروان، بامیان، بغلان، لوګر، میدان وردګ او غزني کې د اېفاېم پر څپو خپرونې لرلې.