طالبانو په تخار ولایت کې یوه ښځه او سړی په درو وهلي
د طالبانو سترې محکمه وایې چې په تخار ولایت کې یې د یوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو درلودلو په تور عام محضر کې سزا ورکړې ده.
د سترې محکمې څخه نن(یک شنبې،د تلې۲۹مه)په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دې دوو کسانو ته د تخار په«فرخار»ولسوالۍ کې د طالبانو ابتدائیه محکمې له حکم وروسته په عام محضر کې سزا ورکړل شوې ده.
خبرپاڼې زیاته کړې چې هر تورن ته ۳۹-۳۹ دُرې سزا ورکړل شوې ده.
طالبانو په تیرو څلورو ورځو کې د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې نیږدې شل کسان په عام محضر کې د مختلفو جرمونو په تور په دورو وهلي دي.
که څه هم د بشري حقونو نړیوال سازمان او نورو ملاتړو بنسټونو له طالبانو په څو ځلي غوښتي، چې عام محضر کې دې له سزا ورکولو ډډه وکړي خو له دې هر څه سره سره بیا هم طالبانو دا کړنه جاري ساتلې او په تیرو شپږو میاشتو کې یې ۲۰۰ کسان د خلکو پر وړاندې په دورو وهلي دي.