طالبانو په پکتیا کې ۸ کسان په درو وهلي
د طالبانو تر واک لاندې سترې محکمې خبر ورکړی چې، په پکتیا ولایت کې یې ۸ کسان د بېلابېلو جرمونو په تورعام محضر کې په درو وهلي دي.
د سترې محکمې څخه نن(چهارشنبه،۲۸د لېندۍ)په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، یاد کسان یې د غلا، قتل، نامشروع اړیکو او د انسان تښتونې په تور ۳۹-۳۹ دورې وهل شوي او هر یو ته یې له دوو تر لسو کلونو پورې د بند سزا هم ورکړل شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي چې یادو کسانو ته د سزا ورکولو په مراسمو کې عامو خلکو او دغه راز د پکتیا سیمه ییزو چارواکو هم ګډون کړی وو.
د مالوماتو له مخې طالبانو په تېرو دوو میاشتو کې د هیواد په مختلفو ولایتونو کې د ۲۲ ښځو په ګډون ۱۵۳ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور عام محضر کې په درو وهلي دي.
د بشري حقونو ډلو هم په وروستیو کې د طالبانو له لوري په افغانستان کې د سزاګانو ډاګیز پلې کول، په ځانګړې توګه مېرمنې په درو وهل خواشینوونکي بللي.
د بشري حقونو ډلې وايي، طالبان له هغو ژمنو په شا کیږي چې واک ته له رسېدو وړاندې یې له نړیوالو ادارو سره په خبرو کې په ټینګار ویل چې بشري حقونو ته ژمن دي او درناوی یې کوي.