یوناما؛ په تېرو درېیو میاشتو کې ۷ پخواني نظامیان وژل شوي

یوناما؛ په تېرو درېیو میاشتو کې ۷ پخواني نظامیان وژل شوي
Photo: RM Media

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې د تېر جمهوري حکومت اووه نظامیان په بېلابېلو سیمو کې وژل شوي دي.

دا راپور چې (یکشنبه،۱۰د اګست) خپور شوی په راغلي، چې دا پېښې د روان ۲۰۲۵ کال د اپریل میاشتې له لومړۍ د جون تر ۳۰مې په موده کې ثبت شوې دي.

یوناما زیاته کړې چې په دې موده کې ۸ نور پخواني نظامیان د طالبانو له لوري په خپل سري ډول نیول شوي او آن سخت شکنجه شوي دي.

بلخوا د بشري حقونو نړیوال سازمان هم په افغانستان کې د طالبانو لخوا د پخونیو نظامیانو او سرتېرو د وژلو او شکنجو په اړه اندېښنه ښودلې او زیاته کړې چې د طالبانو له لوري اعلان شوې عمومي عفوه باوري نه ده. 

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې ګڼ شمېر ځوانان او په ځانګړي ډول پخواني سرتېري له مقاومت جهې سره د غړیتوب او د طالبانو پر ضد منفي تبلېغاتو او فعالیتونو په تور نیولي دي.