طالبانو په ننګرهار، پکتیکا او کندوز ولایتونو د یوې ښځې په ګډون پنځه کسان په دُرو وهلي
د طالبانو تر کنترول لاندې سترې محکمې خبر ورکړی چې په ننګرهار، پکتیکا او کندوز ولایتونو کې یې د یوې ښځې په ګډون پنځه کسان د نامشروع اړیکو او غلا په تور په درو وهلي دي.
د یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه راغلي چې، د ننګرهار ولایت په کوز کونړ (ښېوې) ولسوالۍ کې د زنا په جرم یوه ښځه او دوه نارینه عام محضر کې په دورو وهلي دي.
خبرپاڼې زیاته کړې چې یادو کسانو ته په کوز کونړ ولسوالۍ کې د عامو خلکو مخکې پر هغو درېیو کسانو شرعي حدود جاري شوي چې څه موده وړاندې د زنا په تور نیول شوي وو.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې په نیول شویو کې یو ښځه او دوه نارینه د زنا په تور ۳۹ دورې ووهل شول او ترڅنګ یو نارینه په درې نيم کاله، ښځه په دوو کالونو بند او بل هغه نارینه په یو نیم کال بند هم محکوم شول.
خبرپاڼې زیاته کړې چې دغه راز یو کس د پکتیکا په خوشامند ولسوالۍ کې د نامشروع اړیکې په تور په ۳۹ دُرو وهل شوی او په شپږ کاله بند محکوم شوی دی.
خبرپاڼې زیاته کړې چې دغه راز طالبانو د کندوز په علياباد ولسوالۍ کې یو بل کس د «غلا» په تور په یو کال بند او ۳۹ دُرو محکوم کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر د بشري حقونو نړیوالې ورځې په مناسبت د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د حد او قصاص جاري کولو پر وړاندې غبرګون ښودلی او له طالبانو څخه یې غوښتي چې قصاص او د خلکو په دُرو وهلو سزاوې دې ودروي.
خو طالبان ټینګار کوي چې د حد او قصاص جاري کول د الله حکم دی.