د طالبانو استخباراتو د«بیګم راډیو» دوه کارکوونکي نیولي

په کابل کې ځایي سرچینو خبر ورکړی چې د طالبانو استخباراتو د«بیګم راډیو» دوه نارینه کارکوونکي نیولي دي.
سرچینې زیاته کړې چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت استخباراتي ځواکونو او کارکوونکو په کابل کې د دغې راډیو پر دفتر چاپه وهلې او د یادې رسنۍ دوه تنه نارینه کارکوونکي یې چې د ادارې لوړ پوړي څوکۍ نه لري، نیولي دي.
د سرچینې د مالوماتو له مخې چې طالبانو د«بیګم راډیو» په دفتر کې د ښځینه خبریالانو کمپیوټرونه، هارډ ډیسکونه، اسناد او موبايلونه هم له ځانه سره وړي دي.
تراوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې نږدې دوه ورځې وړاندې د طالبانو تر کنټرول لاندې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د «بیګم»راډیو خپرونو د ځنډېدو خبر ورکړی و.
یاد وزارت ویلي و، چې د بېګم راډیو خپرونې یې د دغه وزارت له قوانینو څخه د پرلهپسې سرغړونو او له خپل جواز نه د ناوړه ګټې اخېستنې او په بهر کې له کوم ټلویزیون سره د همکارۍ له کبله ځنډولې دي.
په همدې حال کې د رسنیو او خبریالانو ملاتړو بنسټونو د طالبانو یاد اقدام غندلی او دا یې د رسنیو د غږ خاموشه کولو هڅه بللې ده.
بېګم راډیو په ۲۰۲۱ کال په کابل کې خپل نشرات پیل کړل او ټولې خپرونې یې د ښځو لهخوا تولید او پر مخ وړل کېدې.