طالبانو په غزني او اروزګان ولایتونو کې پنځه کسان په درو وهلي

د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په غزني او روزګان ولايتونو کې يې د زنا، لواطت، نامشروع اړيکو او غلا په تور پنځه کسان په عام محضر کې په دورو هلي دي.
خبرپاڼې زیاته کړې چې د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې ابتدايه محکمې دوه کسان د زنا په تور ۳۹-۳۹ دورې وهلي او هر یو یې په درې کاله او شپږ میاشتو تنفيذي بند هم محکوم کړي دي.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې دغه راز د روزګان په خاص روزګان ولسوالۍ کې یې دوه کسان د قتل او لواطت په تور له ۳۰ تر ۳۹ دورې وهلي او له يو تر يو نيم کال په تنفيذي بندي يې محکوم کړي او همداراز يو کس يې د نامشروع اړيکو په جرم ۳۹ دورې وهلی او په شپږ مياشتې تنفيذي بند يې محکوم کړی دی.
د یادونې وړ ده چې طالبانو تېره اوونۍ هم په بېلابېلو ولایتونو کې ګڼ شمېر کسان د مختلفو جرمونو په تور عام محضر کې په درو وهلي وو.
که څه هم نړیوالې ټولنې او نور بنسټونو په څو واري له طالبانو غوښتنه کړې چې عام محضر کې دې د خلکو سزاوې ودروي، خو له دې هر څه سره سره بیا هم دوی دا لړۍ جاري ساتلې ده.