له ایران څخه د افغانانو ایستل؛ روغتیايي ننګونې او په سرحدي کمپونو کې د اسانتیاوو نشتوالی

له ایران څخه په اجباري ډول د افغان کډوالو اېستلو سره هممهاله، د اسلام کلا بندر له لارې هرات يوشمېر راستانه شوي کډوال وايي، د ستړیا، حساسیت، د هوا ګرموالي، د څښاک پاکو اوبو او سرپناه ته د نه لاسرسي له امله پر بېلابېلو ناروغيو اخته شوي دي.
په لنډمهاله پنډغالو کې ځای پر ځای شوي کډوال د ژوند د ناسمو شرایطو له امله د ژر خپریدونکو ناروغیو او سو تغذي په څېر ناروغیو له ګواښ سره مخامخ دي.
د اسلام کلا له لارې له ایران تازه له خپلې اته کسېزې کورنۍ سره راستون شوی عبدالجلیل په اوښلنو سترګو وايي، چې هوا ګرمه ده او ماشومان یې پر بېلابېلو ناروغیو اخته شوې دي.
د هغه په خبره د راستنېدونکو کډوالو لپاره په کمپ شته روغتیایي خدمات کافي نه دي او اندېښنه لري که د څښاک، سرپناه او روغتیایي برخو کې اسانتېاوې برابرې نشي نو راستنېدونکي کډوال ترمنځ به ناروغۍ لاپسې خپره شي.
هغه وایې: « له ایران څخه شپږ ورځې وشوې چې له خپل ۸ کسېزې کورنۍ سره هرات ته راستون شوی یم، دکورنۍ ټول غړي په مختلفو نارغیو اخته شوي، ماشومان مې تبه لري، مېرمن مې د سترګو او ستونې په درد ناروغه اخته، کشرۍ لورې په ساه لنډۍ ناروغۍ اخته دلته خدمات هم په نشت حساب دي اوبه هم نشته او ستونزو سره مخ یوو.»
یو بل راستون شوی کډوال جواد احمد چې اوس یاده سیمه کې د راستنو شویو یوه کمپ کې اوسېږي وايي، د ګرمې او ککړې هوا او پاکو اوبو ته د نه لاسرسي له امله زیاتره کډوال او په ځانګړي ډول ماشومان يې ناروغان شوي دي.
دی وايي راستانه شوي کډوال سرپناه، څښاک پاکو اوبو او په روغتیایي برخه کې جدي اړتیا لري چې باید رسېدنه ورته وشي.
هغه وایې: «هغه کډوال چې دلته راستانه شوي د افغانستان له اب او هوا سره هم بلد نه دي، دغه راز دلته په کمپ کې ګرد او دوړې او خلکو ګڼهګوڼه هم زیاته ده تشنابونه کم او خلک زیات دي؛ یوه تشناب ته ټول ورځ یو ځل نوبت ورځي زیاتره کډوال په اسهالاتو، سردردۍ، تبې او تنفسي ناروغیو اخته شوي چې له ډلې یې زیاتره ماشومان دي غوښتنه کوو چې باید کډوالو لپاره روغتیایي خدمات برابر شي.»
د راستان شویو کډوالو په لوړ عمر لرونکو کسانو او مېندوارو مېرمنو کې د بدني او رواني فشار یا سټریس ډېرېدو ویره هم شته.
په هرات کې د کډوالو د تم کېدو لپاره د ځانګړي کمپ په یوه څنډه کې د یو روغتیایي مرکز ډاکتر شېرشاه درمل هم مني، چې له ایران راستانه شوي کډوالو په مختلفو ناروغیو اخته شوي دي.
نوموړی پر لاره د ایراني پولیسو لخوا کډوالو سره ناوړه چلن، د لارې اوږدوالی د کډوالو ستړیا، ناڅرګند برخلیک، ککړه هوا او حساسیت د دې ناروغیو اصلي عوامل یادوي.
هغه وایې: «هره ورځ په لسګونه کسان مرکز ته مراجعه کوي او زیاتره یې په رواني ناروغۍ اخته شوي دغه راز ځينې په زکام، ساه بندۍ، دوامداره سردرد، فشار او په نورو مختلفو ناروغیو اخته شوي؛ لامل یې له کډوالو سره د ایراني پولیسو ناوړه چلند، اقتصادي ستونزې او دلته بې سرنوشته ژوند دی.»
هغه وايي، د ناکافي درملو له امله په راستانه شویو کډوالو کې د ویني په لوړ فشار او شکري یا ډیابت په څېر ناروغیو اخته کسان هم له سختو ستونزو سره مخامخوي.
ملګري ملتونو نه وایې چې د روان ۲۰۲۵ میلادي کال له پېل راهېسې تر دې دمه ۱.۴ میلیونه افغانان له ایران او پاکستان څخه په زوره هیواد ته راستانه شوي او د هر ورځې په تېرېدو دا لړۍ په چټکېدو ده.
له دې څه موده وړاندې د ملګروملتونو د ماشومانو د ژغورنې نړیوالې ادارې «سېو ده چلډرن» ویلي و، چې تازه راستانه شوي زرګونه افغان کډوال د خطرناکو ناروغیو د لوړې کچې له ګواښ سره مخامخ دي اود راستنیدونکو کډوالو منځ کې د ساري ناروغیو د خپریدو خطر ورځ تربلې زیاتېږي.