طالبانو د هیواد په بېلابېلو پوهنتونونو کې د استادانو په ګډون ۲۹۳ بستونه تنقیص کړي

طالبانو په تېرو څو ورځو کې په خوست، پکتیا، بدخشان، بامیان او ننګرهار کې د «تنقیص» تر نامه لاندې په دغو ولایتونو کې د دولتي پوهنتونونو استادانو او کارکوونکو په ګډون ۲۹۳ کسان له دندو منفک کړي، چې له ډلې یې یوازې ۹۴ د پوهنتون استادان دي.
سرچینو ویلي چې د یادو پوهنتونو له ډلې یې ۱۲۰ تنه د خوست شیخ زاید پوهنتون څخه دي چې له دندو ګوښه شوي، دغه راز د پکتیا پوهنتون څخه ۷۰ کسان تنقیص شوي چې ۱۵ یې استادان او پاتې نورو یې اداري کارکوونکي دي، دغه راز د بامیان پوهنتون څخه ۵۳ کسان له دندو منفک شوي چې ۳۳ هغه استادان دي چې د ماسترۍ او دوکتورا تر کچې یې زده کړې کړې وې له دې سربېره د بدخشان پوهنتون څخه ۵۰ کسان تنقیص شوي چې ۳۶ یې د پوهنتون استادان دي او دغه راز د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې له پوهنځي څخه هم د ۸ تنه پوهاندانو، ۱ تن پوهنوال او د يوې پوهندويې ښځينه استادې بستونه تنقيص شوي دي.
د سرچینو په خبره هغه مکتوب چې له وزارت څخه ننګرهار پوهنتون ته استول شوی له استادانو سربېره په کې د ښوونې او روزنې پوهنځي څخه د جغرافيې څانګه هم حذف شوې ده.
د سرچینو د مالوماتو پر اساس د لوړو زده کړو وزارت له لورې د ځينو پوهنځیو او ځینو څانګو د لغوه کولو له پاره هڅې روانې دي.
طالبانو په دې وروستیو کې د بودیجې د کموالي په پلمه په نظامي او ملکي برخو کې د تنقیص په نامه لړۍ پيل کړې، چې پرمهال یې سلګونه کسان له دندو ګوښه او بې روزګاره شوي دي.
طالبانو د خپلې واکمنۍ پرمهال په دولتي پوهنتونو کې د استادانو او محصلینو پر وړاندې ډېر محدودیتونه رامنځته کړي، چې له امله یې استادان دندو پرېښودو او بهرنیو هیوادونو ته کډوال شوي او محصلین له زده کړو زړه توري شوي دي.