طالبانو د افغان فلم ریاست لغوه کړ

د افغان فلم پخوانۍ مشره صحرا کریمي وایې، چې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تر چتر لاندې د افغان فلم ریاست تشکیلات لغوه او د دغه ریاست پر فعالیت یې بندیز لګولی دی.
نوموړې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د دغه ریاست تشکیل د طالبانو د مشر د حکم پر اساس لغوه شوی او سر له نن څځه یې پر فعالیت هم بندیز لګول شوی دی.
نوموړې ادعا کړې چې نه یوازې د یاد ریاست کارمندان له دندو ګوښه شوي بلکې دغه راز یې د یاد ریاست نوم بدل کړی او پر ځای یې ورته بل نوم ټاکلی دی.
افغان فلم یو دولتي فرهنګي بنسټ دی چې د افغانستان د فلم تولید، ساتنې، ترویج، او د سینمايي هنر د پراختیا لپاره جوړ شوی و.
پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلې واکمنېدو را وروسته دغه ریاست تر اوسه فعالیت درلود او د طالبانو اړوند په ځینو مستندونو یې کار کوه.
افغان فلم ریاست د افغانستان د سینمايي هنر زړه بلل کېږي. که څه هم دا اداره د طالبانو د دواړو دورو پر مهال یا خو بند شوې یا سخت محدود شوې، خو لا هم د افغان هنرمندانو، تاریخپالو، او فرهنګیانو لپاره د هیلې یوه نښه پاتې ده.
د طالبانو د امربالمعروف وزارت د نوي قانون له مخې، پر رسنیو کې د ساه لروونکو انځورونه اخیستل هم منع هم دي. او پر رسنیو هم ګڼ شمېر محدودیتونه وضع شوي دی.