زابل کې یوې نجلۍ د جبري نکاح له امله ځان وژنه کړې

په زابل کې ځایي سرچینې وایې چې د دې ولایت د مرکز کلات ښار اړوند «نمرو» سیمه کې یوې ۲۱ کلنې نجلۍ د «زهرو» په خوړلو سره ځان وژلی دی.
سرچینې د مالوتو له مخې د نجلۍ کورنۍ د هغې له رضایت پرته غوښتل بل چا ته یې نکاح کړي؛ خو نجلۍ ورسره نه منله او بالاخره یې ځان وژنـه کړې ده.
سرچينه زیاتوي، چې ياده نجلۍ ۲۱ کلنه وه او څو ورځې مخکې یې خپل پلار د دې د خوښې پرته بل کس ته په نکاح کړې وه، چې له همدې کبله یې زهر خوړلي او مړه شوې ده.
یوه بله سرچینه وایې چې وژل شوې نجلۍ په اصل د زابل د نوبهار ولسوالۍ اوسېدونکې وه، چې له څو کلونو را په دېخوا په کلات ښار کې له خپلې کورنۍ سره اوسېدله.
د نجونو په بدو کې ودول، اجباري نکاح، د هلک په انتخاب نجلۍ ته حق نه ورکول، په افغانستان کې مخ پر زیاتېدونکې فقر او بېوزلي، د نجونو نامالوم برخلیک، کورنی تاوتریخوالی او ګڼې نورې هغه ستونزې دي چې له امله یې ډېر کله ځوانې نجونې او ښځې ځان وژنې ته اړ ایستل کېږي.