کونړ کې زلزله ځپلې کورنۍ؛ بشري مرستې تر دوی نه رسېږي

کونړ کې زلزله ځپلې کورنۍ؛ بشري مرستې تر دوی نه رسېږي
Photo: RM Media

د افغانستان په ختیځ کونړ ولایت کې د زلزلو له امله زیانمنې شوې کورنۍ د بشري مرستو پر ناانډوله وېش نیوکه کوي او وایې، د ځایي طالبانو د لاسوهنې له کبله د ځپل شویو په نوم شوې مرستې تر دوی نه ورسېږي.

د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکی عبیدالله چې د وروستۍ زلزلې پرمهال یې د کورنۍ څلور غړي له لاسه ورکړي وایې، هغه نغدي او نورې بشري مرستې چې د مرستندویه بنسټونو له لوري له ځپل شویو کورنیو سره کېږي نه یوازې په ناانډوله توګه وېشل کېږې بلکې له زیاتره مرستو یې دوی محروم وي.

هغه وایې: «له کونړ سره هر هیواد په خپله اندازه مرسته کړې خو لاهم زیاتره کورنۍ له مرستو پاتې دي، ځکه طالبان شوې مرستې په خپل منځ کې وېشي او یا یې پر خپلو پلویانو تقیسموي.»

د کونړ د نورګل ولسوالۍ د «مزار درې» اوسېدونکی نور احمد هم له زلزله ځپلو سره د مرستو په وېش کې له بې عدالتۍ هم سرټکوي او وايي، که څه هم د نورو هیوادونو له لوري د کونړ د زلزله ځپلو په نوم په زیاته اندازه نغدي او د خوراکي توکو مرستې شوې، مګر لاهم زلزله ځپلي د سرپناه، څښاک اوبو، خوراکي توکو او حتا د ژوند تېرولو هیڅ نه لري.

نوموړی زیاتوي د هغه په ګډون سلګونه کورنۍ د پرله پسې زلزلو له امله اړ شوې چې خپل نړېدلي کورونه پرېږدي او مرکز اسعداباد ته کډه شي وایې، د سرپناه ترڅنګ نه خوراکي توکي لري او نه د څښاک لپاره پاکو اوبو ته لاسرسی.

هغه د بشري مرستو په وېش کې د طالبانو لاسوهنه او په زلزله ځپلو سیمو کې د ښځینه کارکوونکو پر فعالیتونو ځینې محدودیتونه هغه موارد یاوي، چې له امله یې زیاتره کورنۍ له بشري مرستو محرومې شوې دي.

هغه وایې: «کومې نغدي او د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې چې کېږي نیم په نیمه ترې طالبان ځان ته پټوي او لاسوهنه په کې کوي، د زیاتره کورنیو سرپرستان نشته او دوی ښځو ته اجازه نه ورکوي چې مرستې ترلاسه کړي نو ځکه دوی له خپلو مرستو محروم شوي دي.»

په کونړ کې زلزله ځپلې ښځې د مرستو له ناانډوله وېش څخه اندېښه ښيي او په خبره یې هغه ښځې د خپلو کورنۍ سرپرستي پر غاړه لري وايي، څو ورځې کېږي چې بشري مرستې یې نه دي ترلاسه کړي او د مرستو له نه ترلاسه کېدو وروسته یې د ژوند ستونزې نورې هم ډېرې شوي دي.

د دیوه ګل درې اوسېدونکې روبینه چې د وروستیو زلزلو پرمهال یې کور په بشپر ډول ویجاړ شوی او د خاوند په ګډون یې د کورنۍ درې غړي له لاسه ورکړي وایې، د زلزله ځپلو کسانو په نوم شوې مرستې پر دوی نه وېشل کېږي.

هغه چې په یو لاس ژوبل شوې وایې له تېرو څو ورځو راهیسې ترشنه اسمان لاندې شپې ورځې تېروي اوغوښتنه کوي چې د سرپناه او خوراکي توکو مرستې دې ورسره وشي.

هغه وایې: «په زلزله کې خاوند او دوه الادونه مړه شوي زه له دوه نورو اولادونو سره ژوندۍ پاتې شوې یم، اوس له یو خپلوان سره په یوه خېمه کې اوسېږم مرستې نه دې راکړل شوې، دلته زیاتره ښځې له مرستو بې برخې شوې ځکه طالبان ورته پام نه کوي مونږ خوراکي توکو، خېمو او درملو ته اړتیا لرو.»

نوموړې زیاتوي چې ځېنې خیریه بنسټونه او طالب مسوولان راځي او د مرستې په پلمه له زیانمنو شویو سره فېسبوکي تصویرونه اخلي، خو تراوسه یې د زلزله ځپلو لاسنوی نه دی کړی.

د مالوماتو له مخې د افغانستان په ختیځ کونړ ولایت د تېرې اوونۍ په مرګونې زلزله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۲۰۵ کسان مړه او ۳۶۴۰ نور ټپیان شوي او دغه راز شاوخوا ۷۰۰۰ استوګنیز کورونه په بشپړ او نیمه بشپړ ډول وېجاړ کړي دي.

د مالوماتو له مخې تراوسه له زلزله ځپلو کورنیو سره د بېلابېلو هیوادونو له لوري څه باندې ۳۸.۳ ډالر نغدي او د خوراکي توکو مرسته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا هم څه موده وړاندې په یوه راپور کې ویلي و، چې په افغانستان کې د دغه سازمان د مرستو د وېش بهیر کې د طالبانو لاسوهنې زیاتې شوې دي.

په راپور کې راغلي د دغه بنسټ د مرستو په بهیر کې د طالب چارواکو د لاسوهنې ۱۶۴ قضیې ثبت شوي چې له امله یې د دې ادارې ۷۲ پروژې ځنډول شوي او دوه پروژې په بشپړه توګه درول شوې دي.