د ننګرهار په لرې پرتو سیمو کې د قابلو کمښت د مور او ماشوم ژوند له ګواښ سره مخ کړی

د ننګرهار په لرې پرتو سیمو کې اومېندوارې مېرمنې پر وخت روغتیايي خدمتونو ته نهلاسرسي او د قابلو کمښت څخه شکایت کوي.
د ننګرهار اوسېدونکې بلقیس وايي د روغتیایي خدمتونو نهشتون او یا هم کمښت د دوی او ماشونانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.
د هغې په خبره ډير کله په روغتیایي مرکزونو کې د قابلو نشتون له کبله د زیږون پرمهال مور او ماشون خپل ژوند له لاسه ورکوي.
بلقیس زیاتوي:«په روغتیایي مرکزونو کې د قابلو کمښت یوه لویه ستونزه ده او له همدې کبله زیاتره وخت د زیږون پرمهال مور او ماشوم مړه کیږي، غوښتنه کوو چې دا ستونزه حل شي.»
د نوموړې په وینا د دوی په سیمه کې یې کلینیک شته او د قابلو کمښت او روغتیايي خدماتو ته د نهلاسرسي له امله داسې وخت هم راغلی چې د زېږون پرمهال مور او ماشوم دواړو ژوند له لاسه ورکړی دی.
مېرمنې اندېښنه لري چې د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو او خاص ډول د روغتیایي علومو په برخه کې د بندیز له کبله په روغتیایي مرکزونو کې د قابلو شمېر ورځ تربلې مخ په کمېدو دی.
بلخوا یوشمېر روغتیاپالان د مور او ماشوم د ژوند خوندیتوب لپاره د کور په پرتله روغتونونو کې پر زېږون ټینګار کوي.
د نسايي ولادي متخصصه ډاکتره کلثوم درمان د هېواد په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې د روغتیايي مراکزو او ډاکټرانو شتون مهم بولي او وايي، که دې برخې ته خاصه پاملرنه وشي، د مور او ماشوم دواړو ژوند به له خطر څخه ژغورل شي.
درمان زیاتوي: «په روغتیایي مرکزونو کې د قابلو شتون مهم دی او لازمه ده چې د کور پر ځای باید په روغتون کې زیږون وشي، ځکه په دې سره د زیږون پرمهال د مور او ماشوم د مړینې کچه کمه وي.»
له دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان هم ویلي و، چې په افغانستان کې هره ورځ د زېږون پرمهال ۲۴ مېندې او ۱۶۷ ماشومان د مخنیوي وړ ناروغیو په دلیل ژوند له لاسه ورکوي.
د یاد سازمان د مالوماتو پربنسټ د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، افغانستا ن د شاوخوا ۱۸ زره قابلهوو له کمښت سره مخ دی.