د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري؛ د نجونو پر زده کړو د محدودیتونو او بې روزګارۍ له امله پنځو میاشتو کې ۱.۲ میلیونه افغانانو هېواد پرېښی

د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یوانایچسيآر) وایې، چې د روان ۲۰۲۵ میلادي کال د مې میاشتې له لومړۍ نېټې تر ۳۱مې پورې شاوخوا ۱.۲ میلیونه افغانان ایران او پاکستان ته په قانوني او غیرقانوني ډول کډوال شوي دي.
د یادې ادارې څخه په خپاره شوي راپور کې راغلي چې په دې موده کې نږې ۷۲۲ زره افغانان پاکستان او دغه راز ۴۵۰ زره نور بیا ایران ته کډوال شوي دي. د راپور د موندنو پر اساس د تېر ۲۰۲۴ کال په همدې موده کې یوازې ۹۰۰ زره افغانان له هېواده وتلي وو، چې ۵۰۰ زره یې پاکستان او ۳۹۵ زره یې ایران ته کډه شوي وو.
راپور زیاته کړې چې زیاتره کډوال شوي افغانان د نجونو پر زده کړو د محدودیت، بې روزګارۍ او خوندي ژوند نشتون له امله هیواد پرېښی دی. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په افغانستان کې د کډوالو د زیاتېدونکي بېځای کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له نړیوالې ټولنې یې د دې ستونزې پر بنسټېز حل ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو په جبري ډول د اېستلو لړۍ پيل شوې او دغه راز ایران هم خبرداری ورکړی، د روان کال تر پایه نږدې دوه میلیونه افغان کډوال له خپل هیواد وشړي.